اسعد اباد ( پژواک، ١٠ ورى ٩٣ ) : د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ١٩ وسله والو او درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سېدخېل د وري په ١٠مه، پژواک خبري اژاسن ته وويل ، چې دا عمليات تېره شپه د مرورې ولسوالۍ د غاښي پاس په سيمه کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور يې ژوبل شوي دي.
د سيد خېل په وينا، په دې عملياتو کې درې سرحدي پوليس هم ټپيان دي.