منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

١٩ وسله والو او ٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۵ کتنې

اسعد اباد ( پژواک، ١٠ ورى ٩٣ ) : د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي، چې د يو لړ  عملياتو په ترڅ کې ١٩ وسله والو او درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سېدخېل د وري په ١٠مه، پژواک خبري اژاسن ته وويل ، چې دا عمليات تېره شپه د مرورې ولسوالۍ د غاښي پاس په سيمه کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې اووه  وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور يې ژوبل شوي دي.

د سيد خېل په وينا، په دې عملياتو کې درې  سرحدي پوليس هم ټپيان دي.