کابل (پژواک ٤ غويى ٩٣): په کابل کې د “کيور” خصوصي روغتون يوه ساتونکي د دغه روغتون يو بهرنى ډاکټر او د هغه دوه بهرني مېلمانه پر ډزو وژلي او يو بهرنى يې ټپي کړى دى.
دغه څرګندونې په کابل کې د پوليسو د شپږمې امنيتي حوزې امر مل پاسوال محمدحفيظ پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې په ياد روغتون کې شوى دى.
سرچينه زياتوي، چې په وژل شوو کې يو ښځه ده او بريد کوونکي هم ځان ټپي کړى او پوليسو نيولى دى.
ده وويل چې په بريد کې د وژل شوو او ټپي کس هويت تر اوسه نه دى معلوم او د بريد په اړه پلټنې روانې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي هم بريد تاييدوي او وايي، چې په بريد کې درى بهرنيان وژل شوي او هويت يې تر اوسه نه دى معلوم.
هغه زياته کړه، چې د بريد انګېزه هم تر اوسه نه ده معلومه، خو بريد کوونکى د پوليسو په ولکه کې دى او پلټنې ترې روانې دي.
خو په کابل کې د امريکا سفارت د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ويلي، چې ياد وژل شوي درى تنه امريکايان دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP