ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رياست له اقتصادي ستونزو سره مخ دی

author avatar
25 Apr 2014 - 11:11
author avatar
25 Apr 2014 - 11:11

مزارشريف(پژواک،٥غويى٩٣):د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې دغه رياست له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا د مطبوعاتو ورځ ونمانځل شوه، چې د ياد ولايت ډېری خبريالانو او د رسنيو مسوولينو پکې برخه اخيستې وه.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق، د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رياست له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د خپلو ډېری چارو لپاره لګښت نه لرو، چې تر سره يې کړو، موږ د دندو لايحه لرو؛ خو په مقابل کې لګښت نه شته، چې عملي يې کړو.))

خليق د مالي امکاناتو کمښت د اطلاعات او فرهنګ رياست له اساسي ستونزو څخه وګڼله؛ خو زياته يې کړه، چې هيله کوي، چې د دغې ستونزې د حل لپاره څه لاره پيدا شي.

خو نوموړي دا هم وويل، چې په ټوله کې په بلخ ولايت کې د تېرو کال په پرتله په رسنيز فعاليتونو کې پرمختګ شوی دی.

هغه د تېر کال په ترڅ کې د ولايت مقام کې رسنيز مرکز پرانيستل او د شمال خبريالانو د بنسټ په نامه د خبريالانو د خپلواکې ټولنې رامنځ ته کېدل، د مطبوعاتي چارو په برخه کې سترې لاس ته راوړنې وګڼلې.

همداراز د شمال خبريالانو بنسټ، نۍ، GIZ او د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون له خوا هم ځينې رسنيز پوهنيز پروګرامونه جوړ شوي، چې زيات شمېر ځوانانو پکې برخه اخيستې ده.

په مزراشريف کې د شمال خبريالانو د بنسټ مسوول ګلاب شاه باور پژواک ته وويل، چې که څه هم په بلخ کې د مطبوعاتي چارې د تېرو کلونو په پرتله ګړندۍ شوي؛ خو د خبريالانو پر وړاندې ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.

نوموړي زياته کړه، چې ځينې وخت په دغه ولايت کې د چارو د تر سره کولو پر مهال خبريالان ګواښل شوي او معلوماتو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ شوي دي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، چې له دولتي چارواکو سره د يادو ستونزو د حل لارو په لټولو کې مرسته وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې په بلخ کې د رسنيو فعاليتونه د ياد وړ دی.

نوموړي خبريالانو ته د مطبوعاتو د ورځې د مبارکۍ تر څنګ وويل، چې لا هم د رسنيزو فعاليتونو پر وړاندې خنډونه شته دي.

د هغه په وينا، که څه هم په بلخ کې حکومتدارۍ ښه ده، امنيت ښه دی؛ خو په دې ولايت کې هم ستونزې شته، چې د هېواد په کچه د قانوني حکومت د منځ ته راتګ له امله دغه مشکلات حل کېدی شي.

حديد وويل،پکار ده، چې خبريالانو د ژورناليستيکو اصولو د پوهاوي تر څنګ د هېواد له ټولو قوانينو سره اشنا اوسيږي.

نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله هم ځينې وخت خبريالان له ستونزو سره مخ کېږي.

په بلخ ولايت کې ۳۷ چاپي رسنۍ، ۲۰ راډيوګانې او ۱۶ تلوېزيونونه فعاليت کوي او تر څنګ يې ځينې چاپي مطبعې هم فعاليت لري، چې په وروستي کال کې يې په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.