Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغيس او سمنګانو کې سېلابونو يو تن مړ کړى او څلور نور لادرکه دي

ايبک، قلعه نو (پژواک،١٦ غويى ٩٣): په بادغيس او سمنګانو ولايتونو کې د سېلابونو له امله د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ، يو تن مړ شوى او څلور نور لادرکه دي.

د بادغيس د قادس ولسوالۍ ولسوال صالح محمد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په “سه ګوشک” سيمه کې د سېلاب له امله څلور تنه لادرکه شوي دي.

دى وايي،چې دغه څلور تنه د کرنيزو چارو د پرمخ بېولو لپاره خپلو کروندو ته تللي وو، چې د سخت باران له امله سېلاب راغى او ورسره دوى هم لادرکه شوي دي.

د ده په وينا، د سيمې خلک ياد کسان لټوي ، خو تر اوسه يې نه دي موندلي.

صالح محمد، وويل چې سېلابونو يو شمېر کورونه او ځينې کروندې هم زيانمنې کړې دي، خو دى يې په اړه کره معلومات نه لري.

څو ورځې وړاندې د بادغيس په مرکز کې هم سېلابونو له ١٤ تنو ژوند واخيست او درانه مالي زيانونه يې واړول.

د يو بل خبر له مخې، د سمنګانو ولايت د “دره صوف بالا” په ولسوالۍ کې هم نن غرمه مهال سېلابونه راوتي دي.

د دره صوف بالا ولسوال محمدهمايون برلاس وايي، چې د دې سېلابونو له امله د يادې ولسوالۍ د مقصود درې په مقري کلي کې يوه ١٥ کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړى.

د هغه د معلوماتو له مخې، سېلابونو په ياده سيمه کې  ٢٠٠ څاروي او د سلګونو جريبه ځمکې حاصلات هم له منځه وړي او لسګونه کورونه يې زيانمن کړي دي .

سېلابونو د سمنګانو په “روى دواب “او “خرم او سارباغ ” ولسواليو کې د غويي په ١١مه هم د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ له څلورو تنو ژوند واخيست او درانه مالي زيانونه يې واړول.

څو ورځې وړاندې  د هېواد په ځينو نورو شمالي ولايتونو کې د سېلابونو له امله ١٦٥ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

دې سېلابونو هم  درانه مالي زيانونه اړولي و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.