Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په يوه ديني مدرسه کې ترلاسه شوې وسلې او مهمات خبريالانو ته وښودل شول

ښرنه (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): د پکتيکا چارواکو هغه وسلې او مهمات خبريالانو ته وښودل، چې د دې ولايت په سروبي ولسوالۍ کې په يوې ديني مدرسه کې ملي پوليسو ترلاسه کړي وو.

د يادو مهماتو په تړاو د مدرسې مرستيال او درې استادان هم نيول شوي  .

د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د غويي په ۲۲ مه، خبريالانو ته د يادو وسلو او مهماتو د ښودلو پرمهال وويل، چې درې ورځې وړاندې د سروبي ولسوالۍ د بحرالعلوم په نوم ديني مدرسه باندې، ملي پوليسو د مخکې رسېدلي راپور پربنسټ عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه: ((په دې وسلو او مهماتو کې لس د دوه اتيا ملي متري مرمۍ، درې د ميزاييل مرمۍ، دوه راکټ انداز، څلور د پرسونل ضد او بوشکه يي ماينونه، ريموټونه او يو شمېر د سپکو وسلې مرمۍ شاملې دي.))

د ده په خبره، له يادو توکو سره په تړاو څلورو تنو په دې اعتراف کړى، چې دغه ماينونه وسله والو طالبانو په دې مدرسه ځاى پرځاى کړي وو.

ملاخېل زياتوي، له نيول شويو کسانو څخه چې يو يې د مدرسې مرستيال او درې نور استادان دي، اوس هم څېړنې روانې دي.

امنيه قوماندان دغه راز وويل، پوليسو په سرروضه ولسوالۍ کې يو تن له ريموټ کنټرول ماين سره يوځاى نيولى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.