منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:24 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونه

د کونړ له سینده د درونټې تر بنده د اوبو د لېږد وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د کونړ له سینده د درونټې تر بنده پورې د اوبو راوستلو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو چې د دغو اوبو په را انتقال سره به په ننګرهار د کرنیزو ډېرو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

· 1 دقیقه لوستل · 339 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د کونړ له سینده د درونټې تر بند پورې د اوبو د لېږد وړاندیز د تایید وړ وبلل شو چې د دغو اوبو په را انتقال سره به په ننګرهار د کرنیزو ډېرو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړه، غونډې د کونړ له سینده د ګمبیري دښتې د کښتنۍ برخې له مسیره د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو رسولو وړاندیز له هر اړخیز بحث وروسته د تایید وړ وباله او د وروستۍ تصمیم‌‌نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.

خبرپاڼه کې راغلي، د کونړ له سینده درونټې بند ته د اوبو په انتقال سره به د ننګرهار ولایت د ډېرو کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه هواره شي.

اقتصادي معاونیت دغه‌راز لیکلي چې په دې غونډه کې د بادغیس د حلقوي سړک د پنځمې برخې (۲۵ کیلومتره) پروژې په اړه هم بحث وشو او په دې اړه ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې پروژې هر اړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.