کلات-ميدانښار (پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د زابل ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٧ وسله والو او پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ وسله والو مخالفينو د نوبهار ولسوالۍ مرکز ته نږدې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ ، چې له ځوابي بريد سره مخ شول.
د ده په خبره، چې په دې جګړه کې اوه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي .
د نوموړي په وينا، چې نن سهار پوليسو د کلات ښار اړوند د اومکي د باوړيو په سيمه کې د يو کمين په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ووژل او جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.
روغ لېوني دغه راز وويل، چې د کلات اړوند د نوخيز کلي پر سړک د عامه نظم د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
امنيه قوماندان زياتوي ، چې نن د کابل- کندهار پر لويه لاره د کلات اړوند د سپينې غبرګې په سيمه کې وسله والو مخالفينو يو پولګوټى په چاودېدونکو توکو الوځولى، چې له امله يې ياده لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي ، چې لاره بېرته پرانيزي.
بلخوا د دغه ولايت د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازديګر د پوليسو او ملي اردو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د يادې ولسوالۍ د طاوس خېلو په سيمه کې طالب قوماندان ملا حليم زابلوال وژل شوی او درې ملګري يې ټپيان دي.
د ده په خبره ، چې د وژل شوي قوماندان مړى له دوى سره دى، يوه پيکا، يو موټرسايکل او دوه ميله کلاشينکوفونه يې هم ترلاسه کړي دي .
بلخوا بيا وسله وال طالبان ادعا کوي، چې پرون او نن يې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې په مخامخ بريدونو کې لس بهرني او تر شلو زيات کورني عسکر يې وژلي او يو شمېر موټر يې هم له منځه وړي دي.
د زابل امنيتي چارواکي هم په ځينو سيمو کې بريدونه تاييدوي، خو وايي چې زيان يې نه درلود.
د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال ټپيان او څلور نيول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل ، چې د يادو وسله والو نيونه او ټپي کېدنه په ميدان ښار او جغتو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن