ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې زابل کې يو ماشوم وواژه او اته نور يې ټپيان کړل

چاودنې زابل کې يو ماشوم وواژه او اته نور يې ټپيان کړل

author avatar
20 May 2014 - 19:15
چاودنې زابل کې يو ماشوم وواژه او اته نور يې ټپيان کړل
author avatar
20 May 2014 - 19:15

کلات ( پژواک ٣٠ غويى ٩٢): د زابل ولايت د مرکز اړوند په نورک سيمه کې نن غرمه مهال  د چاودنې له امله د ښوونځي يو زده کوونکى  وژل شوى او اته نور ټپيان دي.

د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي ، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د ښوونځي زده کوونکي له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو،چې ياده چاودنه رامنځته شوه .

د هغه په وينا،دغه چاودنه د هغو ناپېژانده توکيو له امله رامنځته شوې ،چې زده کوونکو پر  لاره موندلي وو.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي،خو د فراهي په خبره دغه چاودېدونکي توکي د دولت وسلوالو مخالفينو پر ياده لاره ايېښي وو.

د زابل د مرکزي روغتون يو ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده چاودنه کې ټپي شوي زده کوونکي چې له ٨ تر ١٤ کلونو عمرونه لري، دې روغتون ته وروړل شوي دي.

د ده په وينا، له ټپيانو څخه درې تنه چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ و، د درملنې لپاره کندهار ته لېږدول شوي او پاتې نور په همدې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.