جلال اباد (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرګى بريد شوى دى.
د ننګرهار ولايت د مقام له خوا د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې ځانمرګى بريدګر د سيمه ييزو پوليسو يونيفرم اغوستى و.
ولايت وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف له اتو نورو کسانو سره ټپي شوى او د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له يوه ساتونکي سره وژل شوى دى.
د حصارک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نور محمد پژواک اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريدګر د ولسوالۍ دننه د ولسوال تر خونې پورې ځان رسولى و.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو او ټپيانو کې ملکي او نظامي کسان شامل دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې بريد کې د ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه ادعا کړې، چې ولسوال سخت ټپي دى، خو امنيه قوماندان له يو شمېر پوليسو سره وژل شوى دى.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن