کابل (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): د ميدان وردګو قومي مشران وايي، په ټاکنو کې د عامه پوهاوي او د خلکو د پراخ ګډون د هڅونې په موخه د دې ولايت د مرکز په ګډون ولسواليو ته سفرونه کوي.
د ياد ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ميدان وردګو قومي مشرانو د غبرګولي په څلورمه د دغه ولايت له والي، امنيه قوماندان او نورو امنيتي مسوولينو سره ګډه غونډه لرله.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، قومي مشرانو پرېکړه وکړه، چې سل، سل قومي مشران به د کمپاين په بڼه د دغه ولايت مرکز او ټولو ولسواليو ته ځي او ولسونه به هڅوي، ترڅو په پراخه توګه په ټاکنو کې ونډه واخلي .
خو دوى غوښتنه کړې، چې د عامه پوهاوي کمپاين کوونکو قومي مشرانو امنيت ته دې جدي پاملرنه وشي.
دوى ويلي، دا ځل به د ميدان وردګو ولسونه په پراخه ډول په ټاکنو کې ونډه اخلي او غوښتنه کوي، چې په دغه ولايت کې دې يو سايټ هم نه تړل کېږي، بلکې د پرانيستلو لارې چارې دې ورته ولټول شي.
د خبرپاڼې په حواله، د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي په دې غونډه کې وويل، که ولسونه د ټاکنو کمېسيون او امنيتي ارګانونو سره همکار شي، نو رڼې ټاکنې به ترسره شي.
ده زياته کړې، د ولسونو اوقومي مشرانو په همکارۍ کولاى شي په دغه ولايت کې ټول سايټونه د رايې ورکوونکو پر وړاندې پرانېزي.
والي ويلي: “د دغو ولسونو او په ځانګړي ډول د قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ سره به وکولاى شو، چې په ډېرو کمو امکاناتو او هلو ځلو سره په دغه ولايت کې په بشپړ ډول د رايې ورکولو بهير ته زمينه برابره شي.”
نوموړي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړى، د دوى هره سل کسيزه ډله، چې هرې ولسوالۍ ته د عامه پوهاوي په موخه ځي، دوى به يې په بشپړ ډول امنيت خوندي وساتي .
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه دنده لري، چې د رايې ورکوونکو امنيت خوندي وساتي .
خبرپاڼه کاږي، چې په جوړه شوې غونډه کې د ميدان وردګو امنيه قوماندان عبدالخليل اندرابي ډاډ ورکړ، چې دوى به د ټاکنو د بهير بشپړ امنيت ټينګ کړي او هم به پوليس په ټاکنو کې لاسوهنې ته پرېنږدي.
د يادونې ده، چې په ميدان وردګو ولايت کې د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري ۱۶۰ سايټونه په پلان کې نيول شوي، چې د رايې ورکولو بهير به په کې ترسره شي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن