کابل ( پژواک، ۵ غبرګولی ۹۳ ) دامریکا ولسمشر بارک اوباما په ډاګه کړه ، چې افغانستان سره یې د راتلونکي دوامداره اړیکو لپاره د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي سند اړین دی.
بارک اوباما دغه څرګندونې تیره شپه د افغانستان د بګرام په پوځي اډه کې خپلو سرتیرو ته د وینا پر مهال کړې ده.
دامریکا ولسمشر بارک اوباما تیره شپه په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی و، چیرته چې هغه خپلو پوځي قوماندانانو او سرتیرو سره ولیدل او ورته یې وینا وکړه.
هغه په داسې حال کې افغانستان ته راغلی چې امریکایي ولس د خپلو وژل شویو سرتیرو د یاد کلنی ورځ لمانځي او هغوی ته ددرناوي مراتب وړاندې کوي.
ولسمشر اوباما خپلو سرتیرو ته په وینا کې یو ځل بیا اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا اوږود جنګ د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې نور پای ته رسیږي.
هغه زیاته کړه، چې ددې کال تر پایه پورې به افغانان د خپل هیواد د ټول امنیت مسوولیت پخپله غاړه واخلي او دامریکا جګړه به پای ته ورسیږي.
اوباما وویل: ((امریکا غواړي چې له افغانستان سره اوږود مهاله اړیکې ولري، خو دغه کار دافغانستان نوي ولسمشر پورې مربوط ده، چې دکابل او واشنګټن ترمنځ پر امنیتي سند لاسلیک وکړي. ))
هغه هیله وښوده، چې نوی افغان ولسمشربه دا سند لاسلیک کړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دوو مخکښو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني دواړو د بریا په صورت کې له امریکا سره دامنیتي سند دلاسلیک کولو ژمنه کړې ده.
دامریکا ولسمشر ویلي چې افغانستان په یوه مهم پړاو کې دی ، امریکایي ځواکونو القاعده یې تباه کړې ، امریکا په داسې حال کې له افغانستان څخه وځي چې د ښوونې او روزنې او عامې روغتیا په برخه کې یې ډیر کار کړي او دامنیت یو ښه نظام یې جوړ کړی دی.
دیادونې وړ ده چې په افغانستان کې دامریکا په ۱۳ کلنه جګړه کې دامریکا شاوخوا ۲۱۰۰ سرتیري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي ي .
سپینې ماڼۍ ویلي چې دوی ولسمشر حامد کرزي ته بلنه ورکړې وه، چې په بګرام کې ولسمشر بارک اوباما سره وګوري، خو ولسمشر کرزي په ډاګه کړې وه، چې دی یواځې په ارګ کې له میلمنو سره ګوری.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP