ژبه

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي، پاکستان د کونړ پر ځینو سیمو راکټي بريدونه وکړل او ټرمپ ادعا وکړه چې د بایډن حکومت ا.ا ته میلیاردونه ډالر ورکړي، خو ا.ا او د امریکا حکومت دغه ادعا رد کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

بېلابېل بنسټونه: پاکستان دې د افغان کډوالو په زور ایستلو په اړه خپله پرېکړه لغوه کړي.

د نجونو زده‌کړو په اړه د اوای‌سي غونډه؛ خلیلزاد: اسلام‌اباد کې د نجونو زده‌کړو غونډه د ا.ا پر وړاندې تبلیغاتي هڅه ده.

پاکستان د کونړ پر ځینو سیمو راکټي بريدونه وکړل؛ ا.ا دغه توغندیز بریدونه غندلي دي.

ټرمپ: د باور وړ نه ده چې امریکا افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکوي او دغه پیسې بایډن ورکړي.

د ټرمپ څرګندونو ته د ا.ا غبرګون: امریکا ا.ا ته پیسې نه دي ورکړې، زموږ پیسې یې ګنګل او غصب کړې دي.

د ټرمپ څرګندونو ته د سپینې ماڼۍ غبرګون: د امریکا مرستې د افغانستان خلکو ته استول کېږي.

تهران: کابل کې زموږ سفارت د حق‌ابې موضوع تعقیبوي؛ کابل: د حقابې مسئله په تفاهم سره حل شوې.

لوکزامبورګ او اسپانیا له افغانستان سره نږدې درې میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، خوست کې یوه کس د نشې په حالت کې خپل دوه وروڼه په ډزو وژلي او ورېندار یې ټپي کړې او بدخشان کې بیا یو کس خپله مور په ډزو وژلې ده.

دغه راز، د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ‎د ناپېژاندو کسانو له خوا پر دوو دیني عالمانو برید کې یوه ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول او په تړاو یې غبرګونونه

د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته به د اعتراض نه لرونکي سند (No Objection Certificate) پرته هيڅ افغان کډوال په اسلام‌اباد کې د پاتې کېدو حق ونه لري.

د پاکستان امنیتي ادارو د اسلام‌اباد په بېلابېلو سیمو کې کور په کور پلټنې پیل کړې؛ اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تېره اونۍ وویل چې ۸۰۰ افغان کډوال یې نیولي، یو شمېر یې افغانستان ته اړولي او هغه کسان هم په کې شامل دي معتبر اسناد یې لرل.

افغان چارواکو، د بښنې نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي.

پاکستان کې د اوای‌سي ناسته

د اسلامي همکاریو سازمان نن او سبا په اسلام‌اباد کې د «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده‌کړې، چلېنجونه او فرصتونه» تر سرلیک لاندې غونډه جوړوي او د پاکستان د پوهنې او روزنې وزیر خالد مقبول صدیقي تېره ورځ ویلي وو چې اسلامي امارت ته یې هم په دې غونده کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یاده غونډه کې د ګډون په موخه ٥٧ هېوادونو ته بلنې لېږل شوې او په دې غونډه کې به «په اسلام کې د ښځو د زده‌کړو پر مقام او ځای ځایګي» بحث وشي.

خو اسلامي امارت تر اوسه په یاده غونډه د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه په اسلام اباد کې د یادې غونډې په اړه لیکلي: «څرګنده ده چې دا د افغان ښځو لپاره د رښتینې اندېښنې له مخې نه، بلکې له طالبانو سره د روانې جګړې برخه ده، خو ځیني وختونه حتی ستا دښمن کولای شي چې تاته یوه ګټه ورسوي.»

هغه په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر ځنډولو نیوکه کړې، خو وایي چې دا پر افغانانو پورې اړه لري چې دغه ستونزه حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې درې کاله مخکې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې او له هغه یو کال وروسته پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډول شوې.

په کور دننه او بهر له اسلامي امارته غوښتل شوي چې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوی بندیز لرې کړي، خو چارواکو ویلي، هڅې روانې دي چې د مناسب چاپېریال په رامنځته کېدو سره د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړل شي.

پر کونړ د پاکستان توغندیز برید

د کونړ ځينو اوسېدونکو ويلي، وړمه شپه پاکستان د دغه ولایت د سرکاڼو او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو راکټي بريدونه کړي چې له امله یې ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې او افغان ځواکونو هم ځوابي بريدونه کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي: «د کونړ پر ځينو سیمو توغندي لګېدلي چې تلفات یې هم درلودل، په ځانګړې توګه څاروي په کې تلف شوي دي. د پاکستان له لوري د توغندیو توغول موږ هم غندو او غواړو چې په بېړنۍ توګه دغه ډول اقدامات ودریږي.»

هغه زیاته کړې، دا ډول بریدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ته زیان اړوي او د هيڅ لوري په ګټه نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې مرغومي میاشتې په څلورمه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل؛ افغان چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې ۵۲ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د مرغومي میاشتې په اتمه وویل چې د هېواد د جنوب‌ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته پر ځینو هغو پټنځایونو او مرکزونو انتقامي بریدونه شوي له کومو چې په افغانستان کې بریدونه تنظيمېدل.

د ټرمپ ادعا او په تړاو یې د ا.ا او سپینې ماڼۍ غبرګون

تېره اونۍ، د امریکا متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ فلوریډا ایالت کې یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه، ویې ویل، د باور وړ نه ده چې امریکا د افغانستان سرپرست حکومت ته میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر ورکوي او دغه پیسې بایډن ورکړې دي.

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت دغه ادعا رد کړه، ویې ویل چې د امریکا له لوري له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعا په بشپړ ډول ناسمه ده.

هغه دغه راز زیاته کړه چې امریکا نه یوازې دا چې اسلامي امارت سره نغذي مرسته نه ده کړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.

دغه راز، سپینه ماڼۍ وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته چې افغانستان ته کومې بشري مرستې استول کېږي، ګټه یې د افغانستان خلکو ته رسېږي، نه د افغانستان سرپرست حکومت ته او دا مرستې په میخانيکي ډول په همدې بڼه تنظیم شوې دي.

له ایران سره د حق‌ابې موضوع

تېره اونۍ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، تهران به د ایران حق‌ابې د تعقیب لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او دا مسئله په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ده.

خو د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې مسئله په تفاهم سره حل شوې او په دې برخه کې غیرمسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولای شي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان د وخت د لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د پخواني لومړي وزیر امیرعباس هویدا ترمنځ لاسلیک شو.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، لوکزامبورګ له افغانستان سره  ۱.۵۶ میلیون امریکایي ډالر او اسپانیا یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.