Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوباما : تر ٢٠١٦ کال وروسته به ټول سرتېري له افغانستان څخه اوباسو

واشنګټن ( پژواک، ٧ غبرګولى ٩٣ ) : د امريکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر پاى پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي او دوى د افغانستان پر خپلواکۍ باور لري.

بارک اوباما دغه څرګندونې تېره شپه د افغانستان په وخت شاوخوا دوولس بجې په سپينې ماڼۍ کې د افغانستان په اړه ديوې غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې که نوى افغان ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند لاسليک کړي، نو امريکا به په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتېري پرېږدي، چې افغان ملي ځواکونو ته د روزنې ترڅنګ به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هم برخه ولري.

دى وايي، چې دواړو افغان مخکښو کانديدانو ژمنه کړې، چې د برياليتوب په صورت کې به له امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي.

خو اوباما وويل، چې ددغو پاتې کېدونکو سرتېرو نيمايي به د ٢٠١٥ زېږديز کال تر  پايه او پاتې نور به يې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر پايه پورې له افغانستان څخه ووځي .

دى وايي، چې تر هغه وروسته به يواځې شاوخوا زرتنه  سرتېري په افغانستان کې پاتې وي، چې د امريکا د سفارت د امنيت دنده به پر غاړه  ولري.

د هغه په وينا،  تر ٢٠١٦ زېږديز کال پورې به امريکا او افغانستان يواځې سفارتي او ديپلوماتيکې اړيکې ولري.

د يادونې  ده ، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر  تر سلو زرو زيات وو ، خو په وروستيو کلونو کې يې د ويستلو لړۍ پيل شوې  او اوس مهال ٣٢ زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي، چې ډېرى به يې د ٢٠١٤ کال تر پايه ووځي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، چې  د نوې بهرنۍ تګلارې له مخې به د دوى پوځي لګښتونه کم شي او دا پيسې به په نورو کارونو ولګول شي .

هغه زياته کړه: (( امريکا پريوه خپلواک او متحد افغانستان باور لري او ملاتړ يې کوي، خو د افغانستان راتلونکى په خپله افغانانو پورې اړه لري.))

د هغه په وينا، دوى باوري دي، چې افغانستان به مخ پر وړاندې د پرمختګ پر لور  روان وي او افغانان به خپلې پرېکړې په خپله کوي.

اوباما په ډاګه کړه، دوى غواړي چې افغانانو سره د ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي، څو د القاعدې له منځه وړل شوې ځالې بيا جوړې نه شي.

هغه زياته کړې : (( په افغانستان کې بشپړ امنيت نه دى تامين شوى،امريکا ددې مسووليت هم نه لري، خو دوى به په ډېرو ستونزو سره د ترلاسه شوي لږ امنيت په ساتلو کې افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. ))

ويل کېږي، چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي امريکايي سرتېري به د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې په پوځي اډو کې وي، خو تر ٢٠١٥ کال وروسته به دوى يواځې د کابل او شاوخوا نږدې سيمو پورې محدود پاتې شي.

ټاکل شوې ده، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما نن د چهارشنبې په ورځ د عراق او افغانستان په اړه خپله نوې بهرنۍ تګلاره هم اعلان کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.