ښرنه (پژواک ٩ غبرګولی ۹۳): د پکتیکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې ايساف ځواکونو پر يوه موټربم هوايي بريد کړى او اته وسله وال په کې وژل شوي، بلخوا د دغه ولايت په اومنه ولسوالۍ کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره نيمه شپه د دې ولسوالۍ په سپین کلي کې د پولیسسو پر پوسته وسله والو بريد وکړ او وروسته رامنځته شوې جګړې څو ساعته دوام درلود.
هغه وايي، چې په دې نښته کې اوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، چې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
د سيمې يوه اوسېدونکي دادمحمد پژواک ته وویل، چې د شپې دوه درې ساعته ډزې او جګړه روانه وه خو د جګړې تر درېدو وروسته یې د پولیسو مړي ليدلي چې لېږدول يې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي چې په دې سیمه کې یې د سیمه ییزو پولیسو پر دوو پوستو برید کړی چې یوه یې بشپړه له منځه وړې او ۱۳ سیمه ییز پولیس يې په کې وژلي دي.
د هغه په وينا، چې په دغه بريد کې يې له پوليسو ١٦مېله وسلې هم ترلاسه کړې دي.
بلخوا د همدغه ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د یحيى خېلو ولسوالۍ اړوند د اته خونې په سیمه کې ایساف ځواکونو پر يوه موټربم چې وسله وال طالبان هم په کې سپاره وو، بريد کړى دى.
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه هوايي بريد کې اته وسله وال وژل شوي، درې نور ټپيان دي او موټربم هم له منځه تللى دى.
د امنیه قوماندان په خبره، چې د دې پېښې په اړه د څېړنو لپاره يې پوليس سيمې ته لېږلي دي.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې دوى هم په دې اړه خبر ترلاسه کړى او له څېړنو وروسته به معلومات له رسنيو سره شريک کړي.
خو وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن