Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سپينې ماڼۍ او پنټاګون د بنديانو له تبادلې دفاع وکړه

بروکسل ( پژواک، ۱۳ غبرګولى ۹۳ ) : سپينې ماڼۍ او د امريکا دفاع وزير له طالبانو سره د بنديانو له تبادلې دفاع وکړه.

څو ورځې مخکې امريکا له طالبانو سره د خپل بندي سرتېري بوي برګډال د خوشې کولو تبادله وکړه او پنځه لوړ پوړي طالب بنديان يې له ګوانتانامو څخه خوشې کړل.

تر دې کار وروسته ولسمشر بارک اوباما د يو شمېر امريکايانو تر سختو نيوکو  لاندې راغى.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، چې په جګړه ييزو سيمو کې د بنديانو تبادله سخت کار دى او دا ډول پېښې د امريکا په تاريخ کې هم ډيرې نه دي تکرار شوي.

خو هغه زياته کړه، چې په تېر کې دا ډول پېښې له جاپان او شمالي کوريا سره تکرار شوې دي.

دي وايي : (( امريکا خپل سرتېري په يونيفورم کې له ځانه شاته نه پريږدي.))

د سپينې ماڼۍ وياند وويل ، چې د پنځو بندي طالبانو خوشې کېدل د قطر په منځګړيتوب او ضمانت او دامريکا د ملي امنيت د ادارې تر مشورې وروسته ترسره شوي دي.

بلخوا د امريکا  دفاع وزير هم د خپل سرتېري له تبادلې دفاع کړې ده .

د امريکا دقانون له مخې ، حکومت د دغه ډول کارونو ترسره کولو لپاره بايد يوه مياشت مخکې کانګريس ته خبر ورکړي، خو سپيڼې ماڼۍ دا ټول کارونه په پټه ترسره کړي دي. 

چک هيګل چې افغانستان ته په يوه نا اعلان شوي سفر تللى و، بروکسل ته تر روانېدو مخکې  يې خبريالانو ته ويلي، چې د برګډال ژوند له ګواښ سره مخامخ و او د همدې لپاره يې د طالب بنديانو له تبادلې څخه يې کانګريس خبر نه کړ. 

هغه هيله څرګنده کړه، چې د بنديانو له تبادلې سره به له وسله والو سره د خبرو اترو او مذاکرې زمينه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.