ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون هېواد ته ثبات راولي

حامد کرزى: په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون هېواد ته ثبات راولي

author avatar
5 Jun 2014 - 15:16
حامد کرزى: په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون هېواد ته ثبات راولي
author avatar
5 Jun 2014 - 15:16

کابل (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٣): ولسمشر حامد کرزى وايي، په را روانو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون، هم انتخاباتو ته مشروعيت ورکوي او هم هېواد ته ثبات راځي.

نوموړي دغه څرګندونې د هېواد او بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه د هندوستان له بېلابېلو پوهنتونونو څخه له فارغو يو شمېر ځوانانو سره په کتنه کې کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، څو تنو ځوانانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له ولسمشر حامدکرزي څخه يې مننه وکړه، چې د ده د زعامت په ۱۳کلنه دوره کې ورته د هېواد په دننه او بهر کې د لوړو زده کړو زمينه برابره شوه.

خبرپاڼه زياتوي، دوى ولسمشر مخاطب کړ او ويې ويل: “موږ نن ستاسو د زعامت له برکته په مسلکي پوهه او ټکنالوژۍ سمبال يو او هوډ مو کړى دى، چې په صداقت سره  خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړو.”

ويناوالو د حامد کرزي په ۱۳ کلنه دوره کې په هېواد کې شويو پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي: “ستاسو په سالمه رهبرۍ په ځوانانو کې ملي روحيه پياوړې شوه او په هېواد کې ملي يووالى لا ټينګ شو.”

دوى ولسمشر ته ويلي: “تاسو په هېواد کې يو ښه بنسټ کېښود، ستاسو د خدمت له دورې وړاندې د هېواد جمهور رييس د ټوپک په زور ټاکل کېده، خو تاسو د افغانستان خلکو ته د بې شمېرو ستونزو په ګاللو سره، داسې بنسټ کېښود، چې له دې وروسته به هغوى خپل جمهور رييس د ټوپک په زور نه، بلکې د رايې په کارولو سره ټاکي.”

خبرپاڼه کاږي، ولسمشر کرزي په دې ناسته کې د هېواد په دننه او په ځينو بهرنيو هېوادونو کې د افغان ځوانانو د لوړو زده کړو له امله خوښي څرګنده کړه.

ده ويلي: “د هېواد په دننه او له هېواد څخه د باندې، افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو لپاره د زمينې برابرول، يواځې زما کار نه، بلکې دا د ټولو افغانانو ملي هڅه وه، چې خپلو ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړو.”

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر د نورو له احتياج څخه د افغانستان د ژغورنې يواځينۍ لاره د علم زده کړه وبلله او ويې ويل: “د افغانستان ټوله بدمرغي په بې تعليمۍ کې وه. په هره اندازه چې افغانان تعليم يافته شي، په هماغه اندازه دا خاوره پرمختګ کوي او پياوړي کېږي.”

حامد کرزي ډاډ څرګند کړى، چې افغانستان د ثبات او پرمختګ په لور روان دى.

نوموړي له ځوانانو او د افغانستان له ټول ولس څخه يې وغوښتل، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.

 ټاکل شوې ده، د روانې مياشتې په ٢٤مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دوهم پړاو تر سره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله به په کې سيالي کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتوله مخې، د دغې کتنې په پاى کې فارغو ځوانانو، په هېواد کې د ولسمشر د غوره خدمتونو له امله د درناوي په دود هغه ته د مننې لوحې ورکړه.

هغوى له حامد کرزي څخه هيله وکړه، چې له ټاکنو وروسته هم د يوه ملي او تجربه لرونکي شخصيت په توګه د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې خپل مهم او ګټور رول ترسره کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.