کلات،ترينکوت،پل علم،غزني (پژواک،١٥غبرګولى٩٣):په بېلابېلو نښتو او چاودنو کې پنځه سرتېري،دوه وسله وال او يو ملکي وګړى وژل شوي،١١ سرتېري،اته ولسي وګړي او دوه وسله وال ټپيان دي.
چارواکي وايي، چې دا پېښې د هرات، لوګر، زابل او په اروزګان ولايتونو کې رامنځ ته شوې دي.
د هرات چارواکي وايي، چې نن سهار اته بجې په دغه ولايت کې د ملي اردو پر موټرو په يوه وسله وال بريد کې درې د ملي اردو سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل ،دا پېښه د ښار اومې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دوو وسله والو د ملي اردو پر موټر ډزې وکړې.
په ورته مهال د لوګر د والي وياند دين محمد دورېش وايي، چې نن ١٠ بجې په پل علم کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې، چې په کې څلور پوليس او دوه ماشومان ټپيان شوي.
دورېش وايي، چې چاودنه په ياد موټر کې د ځاى پر ځاى شوي چسپکي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې.
دغه راز د زابل د شاه جوى ولسوال ملک علي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د يادې ولسوالۍ په بازار کې د ملي اردو سرتېرو د موټرو د تېرېدو پر مهال چاودنه وشوه.
ولسوال وايي، په دې چاودنه کې د ملي اردو د يوه سرتېري په ګډون دوه تنه ووژل شول،څلور سرتېري او شپږ ملکي کسان ټپيان دي.
ده وويل، د ولسوالۍ په بازار کې کلات اډې ته څېرمه پر يوه درول شوي موټر سايکل چاودېدونکو توکي تړل شوي و، کله چې د ملي اردو موټر له سيمې تېرېدل چاودنه ورکړل شوې.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، په دې چاودنه کې يې څلور سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
بلخوا د اروزګان ولايت د خاص اروزګان امنيه قوماندان دويم څارن نظر محمد پژواک ته وويل، چې تېره شپه يې د “بېروت” په سيمه کې له وسله والو سره نښته کړې ده.
قوماندان وويل، په دې نښته کې يو محلي پوليس او دوه طالبان وژل شوي او دوه طالبان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، تر پېښې وروسته په سيمه کې د عملياتو پر مهال شل ماينونه هم کشف شوي، چې وسله والو په لويو لارو کې ځاى پر ځاى کړي وو.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP