کابل (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٣): د ملي امنيت رياست وايي، چې په خوست او بغلان ولايتونو کې يې د طالبانو اړوند د مهماتو پټنځايونه کشف او ترلاسه کړي دي.
له ياد رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مهماتو کې ۳۵۰ د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ له ۲۵۰ سرګلولو سره، ۲۲۰ د هاوان مرمۍ، ۲۰۰ د هاوان پټاقۍ، ۵۰ د ار پي جي راکټ مرمۍ، ۵۰ بکسې د دهشکې مرمۍ، ۱۵ لاسي بمونه، ۳۳ د ريموټ کنټرول تختونه، ۵۵ د ماين چاودنې برقي کپسولونه، ۸۵ مقناطيس چې د مقناطيسي ماينونو په جوړېدو کې ورڅخه کار اخيستل کېږي، ۳۰۰ متره د ثانيه سوز فليته، ۱۵ بکسې د زيکو يو مرمۍ، يو بوشکه يي ماين او يوه مخابره شامل دي.
خبرپاڼه زياتوي، ورانکارو ډلو غوښتل، چې له دې مهماتو څخه د ولسمشرۍ دکانديدانو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال په يادو ولايتونو کې ورانکارې کړنې او راکټي بريدونه تر سره کړي.
د سرچينې په وينا، دغه مهمات د دې رياست منسوبينو د هېوادوالو په همکارۍ د بېلابېلو ځانګړو عملياتو پرمهال ترلاسه کړي دي.
خو سرچينې د يادو پټنځايونو شمېر او د مهماتو د ترلاسه کېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
دغه راز وسله والو طالبانو هم په دې اړه تراوسه خپل نظر نه دى څرګند کړى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن