فيض اباد، باميان، شبرغان (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د بدخشان، باميانو او جوزجان ولايتونو په يو شمېر مرکزونو کې راى پاڼې خلاصې شوې، چې رايه ورکوونکي يې له اندېښنې سره مخ کړي دي.
د بدخشان مرکز په فيض اباد ښار کې د سايف لېسې د رايې ورکولو په محل او درېيو نورو ولسواليو کې رايې پاڼې خلاصې شوې دي.
د سايف لېسې يوه سيمه ييز ناظم مولوي خدام، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه محل رايې پاڼې نن سهار ٩:٣٠ بجې خلاصې شوې، خو د ټاکنو کمېسيون د ريزرف شويو پاڼو له لېږلو سره دغه ستونزه هواره کړې ده.
بدخشان کې د ټاکنو کمېسيون دفتر مشر محمد رسول عمر وايي، چې د کشم، تيشکان او يفتل پايان ولسواليو په دوه محلونو کې هم د رايې ورکولو پاڼې خلاصې شوې، خو هڅه کوي چې دغه محلونو ته ريزف شوې رايې ولېږي.
هغه زياته کړه، چې د ځمکې له لارې د پاڼو لېږد ډېر وخت نيسي او دغه رايې پاڼې به ډېر ژر د هوا له لارې ولېږل شي.
د باميانو ولايت د کهمرد ولسوال هادي سيغاني وويل، چې د دغه ولايت د کليچ سيمې د ښځو او نارينو په محلونو کې رايې پاڼې په داسې حال کې خلاصې شوې، چې رايه ورکوونکي په اوږدو ليکو کې انتظار باسي.
هغه زياته کړه، هيله ده چې د باميانو له مرکز څخه دغو محلونو ته په بيړې سره رايې پاڼې ولېږدوي، له هغه پرته به خلک له رايې ورکولو پاتې شي.
همدارنګه د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز دفتر څارونکي سلطان رضا وايي، چې د باميانو مرکز د هلکانو لېسې په پنځو محلونو کې ١١:٢٠ بجې رايې پاڼې خلاصې شوې او ټول سايټونه تر دې دمه پورې تړلي پاتې شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه لېسه کې يواځې يو محل پرانيستى دى، خو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده او اړينه ده، چې دغو ټولو سايټونو ته رايې پاڼې ولېږدول شي، له هغه پرته به خلک له رايې ورکولو پاتې شي.
د ورث ولسوالۍ په يوه مرکز کې هم رايې پاڼې خلاصې شوې دي.
د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل، دغې ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې د رايې پاڼو د لېږد امکان نشته ځکه د باميانو له مرکز څخه تر يادې سيمې پورې ٨ ساعته وخت لګيږي.
احمدي زياته کړه، چې د کابل له چارواکو څخه يې د الوتکې غوښتنه کړې، تر څو دغه ستونزه هواره کړي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP