Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو، امريکا او ايساف افغانستان ته د ټاکنو مبارکي ويلې

ملګرو ملتونو، امريکا او ايساف افغانستان ته د ټاکنو مبارکي ويلې

author avatar
15 Jun 2014 - 17:49
ملګرو ملتونو، امريکا او ايساف افغانستان ته د ټاکنو مبارکي ويلې
author avatar
15 Jun 2014 - 17:49

کابل (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): د امريکا متحده ايالتونو، ايساف ځواکونو، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي او يوناما د افغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې تاريخي بللې او په دې اړه يې افغانانو ته مبارکي ويلې ده.

د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: “دغه ټاکنې د افغانستان د ډيموکراتيک کېدو پر لور مثبت ګام و. د افغانانو اراده او جرئت د دوى د اواز رسولو او د افغانستان د راتلونکي لپاره د ټاکنو پر اهميت ګواهي ده. موږ په دې ډيموکراتيکه پروسه کې رايه ورکوونکو، ټاکنيزو بنسټونو او امنيتي ځواکونو ته د دوى د تعهد او ژمنتيا مبارکي وايو او ستاينه يې کوو.”

په اعلاميه کې زياته شوې، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو کار به په راتلونکو اونيو کې د ډېر اهميت او پام وړ وي.

سپينې ماڼۍ ويلي، چې د امريکا متحده ايالات راتلونکي حکومت ته چې د خلکو له لوري ټاکل کېږي، سترګې پر لار دي.

په اعلاميه کې راغلي: “لکه څرنګه چې ولسمشر تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره زموږ د دوامدارې مرستې په اړه وويل، په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو له لوري پرېکړه وشي نو امريکا به له افغانانو سره د ډيموکراسۍ په راوستو کې ملاتړ وکړي.”

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې چې پرون ( د غبرګولي ٢٤ مه) ترسره شوې، د هېواد د ټاکنو کمېسيون د وړاندوينو له مخې، په دې ملي پروسه کې په ټول هېواد کې شاوخوا اوه ميليونه کسانو ګډون کړى و.

په دغو ټاکنو کې دوو مخکښو نوماندانو هر يوه ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله له يو بل سره ټاکنيزه سيالي وکړه.

ټاکل شوې د ټاکنو وروستۍ پايلې د چنګاښ مياشتې په ٣١ مه نېټه اعلان شي.

بلخوا ايساف ځواکونو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ميليونونو افغان مېرمنو او نارينه و ته چې د ټاکنو په تاريخي او ملي پروسه کې يې ګډون وکړ، مبارکي وايي.

ايساف وايي، په بريالۍ توګه په ټاکنو کې د خلکو ګډون د دې څرګندوى دى، چې دوى د خپل هېواد پر ملي ځواکونو باور لري او د دوى هيله مندي د پرمختللي راتلونکې څرګندونه کوي.

ايساف هم افغان امنيتي ځواکونه، چې په برياليتوب سره يې د ټاکنو امنيت خوندي کړ، ستايلي او هغه يې د دوى يو تاريخي برياليتوب بللى دى.

اعلاميې د ايساف ځواکونو قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ له خولې ليکلي: “افغان امنيتي ځواکونو يو ځل بيا د رايې د ورکړې لپاره افغانانو ته يو فرصت برابر کړ او د افغانستان ملت هم خپله پرېکړه او کلک شهامت د رايې په کارولو سره څرګنده کړ.”

ډنفورډ زياته کړې: “د لومړي پړاو ټاکنو له تجربو په ګټې اخيستنې افغان امنيتي ځواکونو خپله ژمنتيا او حرفوي مهارتونه څرګند کړل. ما ته د سياسي واک له لېږد څخه په ملاتړ کې د افغانانو د امنيت او سولې راوستو لپاره اغېزناک او نه ستړي کېدونکي زحمتونه ډېر هيله راکوونکي دي.”

د ايساف اعلاميې په پاى کې له افغانستان سره د دوامدارې مرستې ژمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون همدارنګه د افغانستان ښځينه او نارينه وو ته د ولسمشرۍ ټاکنو په دويم پړاو کې د ګډون له امله مبارکي ويلې ده.

بانکي مون په خپل پيغام کې، چې د هغه د وياند له خوا وړاندې شوى، ويلي دي، چې په ټاکنو کې د ښځو او نارينه وو ګډون څرګندوي چې افغانانو د خپلې ښې راتلونکې لپاره يو ځل بيا خپله ژمنه تازه کړه، وېرې او تاوتريخوالي ته يې د رد ځواب ورکړ.

بانکي مون د افغان امنيتي ځواکونو او نورو اړوندو بنسټونو، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون، په زرګونو افغان څارونکي او د دغه بهير نور همکاران په کې دي، وستايل او له امنيتي بنسټونو يې غوښتنه وکړه، چې د پاکو رايو په محاسبه او بېلولو کې له بې لورو او رڼو لارو څخه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نوماندانو او د هغوى له پلويانو هم غوښتنه کړې، چې د ټاکنو بهير ته درناوى وکړي.

بانکي په راتلونکو اونيو کې د ټاکنيزو بنسټونو تصميمونه مهم ګڼلي او ويلي يې دي، چې کولى شي دغه بهير ملي يووالى او ملي خوشبيني منعکسه کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوى پلاوي (يوناما) دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو په بريا د ترسره کېدو مبارکي ورکړې او دا يې په افغانستان کې بل ولسمشر ته په ډيموکراتيکه توګه د واک لېږد په برخه کې يوه مهمه لاسته راوړڼه ګڼلې ده.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له قوله راغلي: ((افغانانو د ټاکنو په لومړي پړاو کې د څرګند کړي عزم، استقامت او زړورتيا په څېر يو ځل بيا تصميم ونيو، چې خپله راتلونکې په خپلو لاسونو کې واخلي او د يوه سوله ييز، سوکاله، باثبات او يو موټي افغانستان لپاره خپله هيله څرګنده کړي. د دې ټولو لپاره د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وايو.))

کوبيش د ټاکنو په بهير کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو هڅې او ژمنتيا، چې ځيني مهال ورته دغه دنده د سر په بيه هم تمامه شوې ده، ستايلې ده.

يان کوبيش وايي، د افغانستان ټاکنيز بنسټونه مسووليت لري چې د رايو د شمېرنې په بهير کې روڼوالى وساتي، شکايتونو په منظم او اغېزمن ډول ورسېږي او د ټاکنو پايلې رڼې اعلان کړي.

نوموړى وايي، چې د دغه بنسټ په کارونو کې روڼتيا به د خلکو قناعت ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي وړاندې وويل، چې دواړه نوماندان او ملاتړي يې دې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د شکايتونو کمېسيون صلاحيت او استقلاليت ته په درناوي قايل شي. دغه ټاکنيز بنسټونه په خپل نوبت سره د استازو او څارونکو لپاره د ټاکنيز بهير ټولو پړاوونو ته د لاسرسي زمينه مساعدوي.

کوبيش زياتوي: ((نوماندان او ملاتړي يې د افغانستان له قوانينو اطاعت او پيروي ته اړتيا لري او بايد صبر وکړي، د ټاکنو قانوني بهير ته دې اجازه ورکړي، چې خپله لاره ووهي او د کمېسيونونو کار ته درناوى وشي. دوى بايد د تقلب او ناسم مديرت له هغو تورونه دډه وکړي، چې د ثبوت لپاره يې شواهد نه وي او تر وخت وړاندې ادعاوو او د ټاکنو پايلو مطرح نه کړي، ځکه چې دا ادعا وې ناسم پوهاوى او ننګونې زېږوي.))

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نوماندان ترغيب کړل، چې د افغانستان د خلکو د ګټو د خوندي کولو لپاره ټول شموليت او ملي يووالى په نظر کې ونيسي.

دغه راز پاکستان هم ديوې اعلاميې په خپرولو سره په بريالي توګه د ټاکنو په ترسره کېدو افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.

په کابل کې دپاکستان سفارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوى د ټاکنو په ورځ په سرحدونو کې کلک امنيت نيولى و.

 

 

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.