لومړى تعقيب – جلال اباد (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٣): د لغمان پر لويه لاره د تېلو پر ټانکر ماين چاودنه کې دوه مېرمنې وژل شوې او شپږ تنه ټپيان دي .
په دې پېښه کې يو ټانکر او درې کرولا موټر هم سوځېدلي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن شاوخوا لس نيمې بجې د کابل-جلال اباد پر لويه لار د قرغيو اړوند د ″سرخکانو″ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځواک وايي، د چاودنې پر مهال درې کرولا موټرو، چې پر دې لار تېرېدل اور اخيستى، په يوه موټر کې دوه مېرمنې سوځېدلې او په نورو کې شپږ تنه ټپيان دي.
د والي وياند وايي، د دې پېښې له امله اوس د کابل-جلال اباد لاره تړلې شوې ده خو په وينا يې مرستندويه ډله او پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي دي.
ده وويل، چاودنه د چسپکي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې چې په ټانکر موټر پسې نښلول شوى و.
نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى .
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې په دې پېښه کې د خوراکي توکو د پلور درې دوکانونه هم سوځېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP