کابل-جلال اباد (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د شپږو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
د ياد وزارت له خوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو په بريدونو او د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ګڼو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړى دى.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د جلال اباد ښار پر هوايي ډګر بريد شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، يوه ډله وسله وال چې په موټر کې راغلي وو، د هوايي ډګر پر نظام قراول د لاسي بمونو بريد وکړ او په خپله وتښتېدل.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى، خو يو تن لاروى ټپي شوى دى.
بلخوا وسله والو مخالفينو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او د درنو مالي او ځاني زيانونو اړولو ادعا يې کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP