منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۲ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ، افغانستان نن له سوېلي افریقا سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۳۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومې ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو پنځوس اوریزه نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پرون د زمبابوې او نمیبیا په کوربه‌توب پیل شوې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله به نن د غرمې په ۱۲ بجو په خپله لومړی لوبه کې د سوېلي افریقا له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ دا لوبه په نمیبیا کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، ويسټ‌انډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.