لښکرګاه (پژواک ۱۰ چنګاښ ۹۳): چارواکي وايي چې په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوو ماینونو د امنیتي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې ده.
د هلمند د امنیتي مسولینو په وينا، وسله والو يې پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکړی خو په سیمه کې خښ شوي ماینونه د سرتېرو د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي.
دغه څرګندونې د دغه ولايت امنیه قوماندان پاسوال ارکانحرب عبدالقیوم باقي زوى د چنګاښ په ۱۰ مه په ایمرجنسۍ روغتون کې له ټپي شوو پوليسو د ليدنې پر مهال وکړې.
په دغه روغتون کې لسکونه هغه سرتېري تر درملنې لاندې دي، چې د سنګين ولسوالۍ په جګړه کې ټپيان شوي وو.
په یاده ولسوالۍ کې پوره ۱۱ ورځې مخکې د وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو ترمنځ پراخه جګړه پیل شوه، چې تر اوسه يې ځاى ځايګى نښتې دوام لري.
په دغو نښتو کې د ښکېلو غاړو د لسګونو کسانو تر څنګ تر سلو ډېر ملکي وګړي مړه او ټپيان شول.
د هلمند امنيه قوماندان وايي، اوس مهال په سنګین کې د پام وړ جګړه نشته خو د ماینونو شتون پر امنیتي ځواکونو سر بېره ملکي وګړي له ګواښ سره مخ کړي دي.
امنيه قوماندان زیاتوي، چې د سنګین تر څنګ په درې نورو شمالي ولسوالیو کې هم جګړه پاى ته رسېدلې او هڅه کوي د وسله والو له خوا خښ شوي ماینونه شنډ کړي.
نوموړي زیاته کړه، په وروستیو جګړو کې يې هغه سیمې هم نیولې چې پنځه کاله د دولت له وسله والو مخالفینوسره دي.
ده د يادو سيمو نومونه او د جګړې د کره تلفاتو ارقام ياد نه کړل.
په دغه روغتون کې تر درمنلې لاندې د توريالي په نوم يوه ټپي پوليس پژواک ته وويل، چې د سر په بدل يې په سنګين کې له وسله والو سره جګړه وکړه خو مرسته کوونکي سرتېري پر وخت ونه رسېدل.
ده وويل، چې تر ښه کېدو وروسته به هم په پوليسو کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د عبدالجبار په نوم یو بل ټپي پولیس پژواک ته وويل، د جګړې پر مهال د ماين په چاودنه کې ټپي شو او هيله لري چې تر ښه کېدو وروسته به بېرته خپلې دندې ته ځي.
له دې سره ههم مهاله د يادې ولسوالۍ ځينو قومي مشرانو په لښکرګاه کې د يوې خبري ناستې پر مهال، حکومت د سنګين د جګړې پر وړاندې په بې پروايۍ تورن کړ.
د شمس الله صحرايي په نوم یوه قومي مشر وويل، اوس هم په یاده ولسوالۍ کې جګړه دوام لري چې له امله يې ملکي وګړي په خطر کې دي.
ده له مرکزي دولته وغوښتل، چې ژر تر ژره دې سنګین ته تازه دمي سرتېري ولېږي او د جګړي مخه دې ونیسي.
تر دې مخکې حکومت اعلان کړى و، چې د سنګين جګړې ته يې زيات شمېر تازه دمي سرتېري ورلېږلي او جګړه يې مهار کړې ده.
د ياد ولسوالۍ يو بل مشر مولوي عبدالروف بيا وايي، چې اوس هم په يو شمېر سیمو کې په جګړه کې د مړه شوو کسانو جسدونه پاتې دي او د ماینونو له وېرې يې نه شي لټولى.
بلخوا د هلمند د کډوالو چارو رييس فاروق نورزي پژواک ته وويل، چې د جګړه ځپلو کورنيو لپاره يې مرستې تيار کړي او ډېر ژر به يې ور ولېږي.
د نورزي په وينا تر اوسه يې درې زره کورنۍ سروې کړې او چې دا لړۍ بشپړه شي د مرستو د وېشلو چارې به پيل کړي.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP