ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندوستان افغانانو ته په ويزه او سفر کې اسانتيا رامنځته کړه

author avatar
1 Jul 2014 - 10:49
author avatar
1 Jul 2014 - 10:49

نوى ډيلى ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣ ): هندوستان دافغانانو لپاره د ويزې نوې پاليسي اعلان کړه، چې له مخې يې افغانان کولى شي د بشري خواخوږۍ په اساس په دغه هېواد کې تر دوو کلونو پورې پاتې شي.

دغه اعلان د هندوستان دکورنيو چارو وزارت پرون کړى، چې سر له نن ( د چنګاښ لسمه) به د عملي کېدو وړ وي.

د هندوستان دکورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ويزې دغه نوې پاليسي يې ددې لپاره اعلان کړې، څوافغانانو ته دبشري خواخوږۍ له مخې اسانتياوې ورکړل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نوې پاليسې له مخې، افغانان کولى شي چې د هند په ويزه په دغه هېواد کې تر دوو کلونو پورې پاتې شي .

دغه راز په دې نوې پاليسۍ کې دا هم راغلي، چې تر ١٢ کلونو کم عمره او تر ٦٥ زيات عمر لرونکي افغانان به له پوليسو سره له راجستر کېدو څخه هم معاف وي

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دغه استثنا محصلينو، ناروغانو او سوداګرو ته هم په پام کې نيولې شوې ده.

د يادونې ده، چې په هندوستان کې د زرګونو افغان محصلينو د زده کړې ترڅنګ هره مياشت زرګونه نور افغانان ددرملنې لپاره دغه هېواد ته سفر کوي، چې له دې نوې پاليسۍ سره به يې ستونزې تر ډېره بريده کمې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.