Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل( پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۳ ) : د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر اشرف غني وایي چې د بریالیتوب په صورت کې به د ملي مشارکت حکومت جوړوي، خو یو ځل بیا یې د سهامي شرکت جوړول په کلکه رد کړه.

ډاکټر اشرف غني چې د چنګاښ په ۱۱مه، ماسخوتن مهال یوې خبري غونډې ته وینا کوله،  د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د ولسمشرۍ ددویم پړاو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ هرکلی وکړ.

ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو د پروسې مهالویش له مخې  نن ( د چنګاښ ۱۱مه) د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان شوې وای ، خو کمیسیون دغه کار راتلونکې اونۍ ته ځنډولی دی.

ډاکټر اشرف غني وویل چې د ټاکنو کمیسیون ژمنه ورکړې چې دراتلونکې دوشنبې په ورځ به لومړي پایلې اعلانوي.

هغه زیاته کړه، چې د لومړیو پایلو اعلان دې لپاره ځنډول شوی، چې په پروسه کې نور هم شفافیت رامنځته شي او ځینې شکمن محلونه له سره وڅیړل شي، له همدې لپاره دوی یې هرکلی کوي.

خو نوموړي د ټاکنو له کمیسیون څخه وغوښتل چې ولس نور په تیاره کې ونه ساتي ځکه چې ولس سپیناوی غواړي.

د  ولسمشرۍ کاندید وویل چې شکایتونه باید د قانون په رڼا کې سم وڅیړل شي ، پاکې رایې له ناپاکو جلا کړی شي.

هغه زیاته کړه، چې ډاکټر عبدالله یې سیال نه دی، بلکې هغه د ددیموکراسۍ د پروسې پرمخ وړلو لپاره مهم رول لوبوي.

د نوموړي په وینا، د هیواد سیاسي شخصیتونه د ملت په وړاندې لوی مسوولیتونه لري او له ډاکټر عبدالله یې وغوښتل چې د ټاکنو له پروسې سره بیرته یو ځای شي.

ډاکټر اشرف غنی یو ځل بیا د سهامي شرکت جوړولو کلک مخالفت وکړ او ویې ویل چې د خلکو په رایو معامله نه کوي.

هغه زیاته کړه : (( باید د سیاسي او ملي مشارکت او سهامي شرکت توپیر وشي، موږ په لومړي سر کې هم ویلي وو او اوس بیا وایو چې زموږ غیږه د ټولو لپاره خلاصه ده. ))

دی وایي، چې د بریالیتوب په صورت کې به دملي مشارکت حکومت جوړوي.

ده زیاته کړه، چې د ټاکنو پایلې به دقانون او شویو ژمنو په رڼا کې ومنل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.