منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۷ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

‎د کرکټ له ۱۹ کلنو د کم‌عمرو نړۍوال جام دویم پړاو سیالۍ؛ افغانستان له سریلانکا ماتې وخوړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په دویم پړاو کې سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه.

د نننې لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۵۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۳ منډې وکړې.

د افغان لوبډلې په ګټه عثمان سادات ۶۱، عزیزالله میاخېل ۴۳ او فیصل خان شینوزاده ۲۲ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۴۷م اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د څلورو وېکټو په توپیر یې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې روح الله عرب دوه، عبدالعزیز، واحد الله ځدراڼ، نصرت نورستاني او خاطر ستانکزي د سریلانکا یو – یو لوبغاړي وسوځول.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو پنځوس‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ د زمبابوې او نمیبیا په کوربه‌توب روانې دي.