کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٣): ولسمشر کرزى وايي، د ټاکنيزو ستونزو هر هغه حل چې له قانوني لارو او د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو په تفاهم سره رامنځته شي، د منلو وړ دى.
نوموړي دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢٠مه له غرمې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې کړې دي.
جان کيري تېره شپه ناوخته د ټاکنيزو ستونزو د حل په موخه کابل ته راغلى دى.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې دواړو لورو د افغانستان د ټاکنو د اړوندو مسايلو، د ټاکنيزو ستونزو د حل په موخه د ملګروملتونو د وړانديز او د دواړو کانديدانو د ليدلوريو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ولسمشر کرزي په ټاکنو کې د ملګرو ملتونو رول تاييد کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو او حامد کرزي ته د ۴۳ سلنې رايو د بيا شمېرنې وړانديز کړی دی.
د سرچينې په وينا، ولسمشر کرزي يوځل بيا ټينګار کړى، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم دې له ټاکلي مهال وېش (١٣٩٣کال د زمري په ١١مه) سره سم تر سره شي، چې د دغو مراسمو لپاره بشپړ چمتووالى نيول شوى دى.
ټاکل شوې، چې جان کيري نن د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبد الله عبد الله سره د ټاکنيزو ستونزو د حل په موخه وګوري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن