ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: د ټاکنيزې لانجې حل کې امريکا اغېزمن رول لوبولى شي

کارپوهان: د ټاکنيزې لانجې حل کې امريکا اغېزمن رول لوبولى شي

author avatar
12 Jul 2014 - 15:49
کارپوهان: د ټاکنيزې لانجې حل کې امريکا اغېزمن رول لوبولى شي
author avatar
12 Jul 2014 - 15:49

کابل (پژواک، ٢١چنګاښ ٩٣): سياسي کارپوهان وايي، د افغانستان د ټاکنيزې لانجې په حل کې امريکا او ملګري ملتونه اغېزمن رول لوبولى شي او دا امکان شته چې ورته د حل لاره پيدا کړي.

خو دوى وايي، چې نړيواله مداخله بايد يواځې د وړانديز بڼه ولري او په منلو کې يې افغان لورى خلاص لاس ولري.

دوي وايي کانديدانو ته په کار ده ، چې د ټاکنيزې لانجې د حل لپاره عملي غوښتنې مطرح کړي، ترڅو د خلکو د منلو وړ وګرځي او نړيوال هم ترې ملاتړ وکړي.

سياسي کارپوه بشير بېژن وايي ، چې له افغانستان څخه د امريکايانو شناخت، تجربو او په سيمه کې د امريکا د موخو اړتياوو ته په کتو، باوري دى، چې ستونزې ته د حل لاره پيدا کېږي.

دى د ټاکنيزې لانجې د حل لپاره د دواړو کانديدانو دريځونه د منلو وړ نه بولي او وايي چې کانديدانو ته په کار ده د ټاکنيزې لانجې د حل لپاره پر دلايلو ولاړې غوښتنې مطرح کړي، ترڅو عملي بڼه ولري.

بېژن وايي که داسې ونشي، نو شونې ده چې د ملګرو ملتونو او امريکا په شتون کې ټاکنيزې لانجې ته د افغانستان د خلکو د اړتياوو له مخې درېيمه لار وموندل شي، چې ښايي د کانديدانو د خوښې مطابق نه وي.

دى وايي چې که څه هم د ټاکنيزو ډلو غوښتنې مناسبې نه ښکاري، خو دا چې د ټاکنيز کړکېچ محور جوړوي، په کار ده د هغوى خپلې غوښتنې د اصولو او موجه دلايلو له مخې مطرح کړي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان د ټاکنو د لانجې د حل لپاره يوه طرحه وړاندې کړه، چې له مخې يې د ٨٠٥٠ محلونو د رايو د بيا ارزولو وړانديز کړى دى.

که څه هم دا طرحه د اشرف غني ډلې منلې، خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم رد کړې.

د عبدالله ټيم وايي ، چې د رايو شاوخوا ١١ زره محلونو رايې دې د نړيوالو ناظرينو پر وړاندې تفتش شي، يو ميليون رايې چې د کمېسيون له تخمين څخه ډېرې شوې باطلې شي او همداراز د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون رييس له دندې ګوښه شي.

د بېژن په باور، که کانديدان پر دا ډول غوښتنو ټينګار وکړي، نو د ټاکنيزې لانجې حل ته ښايي درېيمه لاره غوره شي، چې ده د ايتلافي حکومت جوړېدل وبلل. خو دواړو کانديدانو له وړاندې دا وړانديز رد کړى او هغه ته يې د “سهامي شرکت” نوم ورکړى.

بېژن د کانديدانو دا باور ردوي او وايي، هر ډول حکومت چې کانديدان جوړ کړي يواځې نوم به يې بدل وي، نه جوړښت.

دى وايي په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې ښکېلتيا ته په کتو کانديدان مجبور دي ، چې بالاخره يوې حل لارې ته غاړه کېږدي، که څه هم د هغوى له خوښې سره برابره نه وي، “خو څوک دوى ته د خپلسرۍ اجازه نه ورکوي.”

سياسي کارپوه بشير بېژن وايي، چې د افغانستان وضعيت په سيمه کې د امريکا په ځېنو ستراتيژيکو موخو پورې تړلى او که کړکېچ ډېرېږي، دا ددې ترڅنګ چې د افغانانو په زيان دى، د امريکا موخې زيانمنوي.

بېژن د ټاکنيزې لانجې په حل کې د بهرنيانو د ښکېلتيا په اړه وويل، د افغانستان حالت ته په کتو هره هڅه چې اوسنۍ حالت حفظ کړي او د سولې خوا ته يې بوځي ښه هڅه ده، “دا که د افغانستان د قوانيو مطابق وي، که له دې چوکاټه بهر، که دا کار کورني بنسټونه وکړي، يا نړيوال.”

بېژن وايي، افغانستان له څو لسيزو راهيسې د خپلو ستونزو د حل ظرفيت نه دى لرلى، تل بهرنيانو ورته د حل لار موندلې ده، نو همدې اړتيا ته په کتو په ټاکنيزو چارو کې د نړيوالې مداخلې هرکلى کوي.

خو د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزى بيا وايي ، چې د افغانستان د ټاکنيز بهير د کړکېچ د حل لپاره بايد د امريکايانو دخالت د پېشنهاد او تجربې شريکولو بڼه ولري.

دده په خبره ، که امريکايان په دغې لړۍ کې امر کوي دا ښکاره مداخله ګڼل ګېږي او د افغانستان ملي حاکميت سره په ټکر کى دى.

ستانکزی وايي: “په حقوقي لحاظ که چېرې مداخله کوي د افغانستان حاکميت تر سوال لاندې راځي. د کانديدانو هويت تر سوال لاندې راځي او که چېرې د مشورې او نظر ورکولو لپاره قضيې ته داخل شوې وي او خپل نظريات ارايه کوي او تجارب شريکوي، نو په هغه صورت کې دا يوه سياسي پروسه ده، مشکل نه ايجادوي.”

دى وايي هرڅومره چې امريکايان د قانون له چوکاټ کې نظريات مطرح کړي، په همغه اندازه به پر کانديدانو اغېز ولري، ترڅو ددې لانجې پر حل سره فيصلې ته ورسېږي.

وروسته له هغه چې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوې وشوې او عبدالله عبدالله له ټاکنيزو کمېسيونونو سره خپلې اړيکې وشلولې، د ملګرو ملتونو په ګډون نړيوالې هڅې روانې دي، ترڅو دا لانجه حل کړي.

په دې لړ کې وړمه شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم کابل ته راغى ، ترڅو کانديدان سره يوه تفاهم ته ورسوي.

نوموړى لا هم په کابل کى دى او ټاکل شوې ده نن مازديګر له دواړو کانديدانو سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.