Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

څلورو عامو وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګاه(پژواک ۲۲چنګاښ  ۹۳):په هلمند ولايت کې د مسافرو پر یوه موټر د وسله وال برید په ترڅ کې یو ملکي وګړی ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانونن سهار څلور بجې د هلمند – کندهار پر لويه لاره پر يوه ٣٠٣ موټر وسله وال  بريد کړى.

د چوپان په وينا، دا پېښه د دې لويې لارې د ″نهرسراج″ په سيمه کې رامنځته شوې، چې لومړى په کې څلور تنه ټپيان شول او وروسته يې يوه تن په روغتون کې ساه ورکړه.

د امنيه قوماندانۍ د وياند په خبره،پوليسو د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل کړي او د وسله والو بريد کوونکو په لټه دي.

وسله والو طالبانو تراوسه د دې پېښې مسووليت نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.