نوى ډيلى (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): هندوستان له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د مرستو لپاره متحد شي.
دغه څرګندونې د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي په امريکايي هېواد برازيل کې د (برېکس) سازمان په غونډه کې د وينا پر مهال کړې دي.
دغه سازمان چې روسيه، هندوستان، چين، سوېلي افريقا او برازيل يې غړيتوب لري، د سل ميليارده ډالرو په لومړۍ پانګونې يو نوى نړيوال بانک هم تاسيس کړى دى.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې لومړي وزير نريندرا مودې د ياد سازمان غونډې ته په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د مرستو لپاره سره متحده شي.
هغه زياته کړه، چې افغانستان له يوه نامعلوم او غير يقيني راتلونکي سره مخ دى ځکه چې دغه هېواد له تېرو څو لسيزو راهيسې ځپل شوى دى.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړى، چې له يوه متحده، سوکاله ، ارام او ډيموکرات افغانستان سره د مرستو لپاره سره يو ځاى شي.
د هندوستان لومړي وزير زياته کړې: ((موږ بايد له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړو، څو دغه هېواد هغه لاسته راوړنې وساتلى شي چې په تېره يوه لسيزه کې يې ترلاسه کړې دي. ))
نوموړي هيله څرګنده کړې چې د برېکس سازمان هم په دې برخه کې زياته پاملرنه وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن