کابل ( پژواک، ١١ زمرى ٩٣ ) : د ناټو سازمان وايي چې دا له وخت څخه مخکې خبره ده، چې د ويلز په سرمشريزه کې به دافغانستان په استازيتوب څوک ګډون کوي.
ټاکل شوې ده، چې د وږي د مياشتې په ١٣مه، ( د ستمبر په ٤مه) دبريتانيا په ويلز ښار کې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه پيل شي.
ددغه سازمان په تېرو سرمشريزو غونډو کې ولسمشر حامد کرزي ګډون کړى و، دوه کاله مخکې د امريکا د شيکاګو ښار په سرمشريزه غونډه کې افغان ځواکونو سره د دوامداره مالي مرستو ژمنه شوې وه.
دا چې د راتلونکې مياشتې په سرمشريزې غونډه کې دافغانستان په استازيتوب څوک ګډون کوي، د ناټو سازمان وايي چې دا له وخت څخه مخکې خبره ده.
په بروکسل ښار کې د ناټو د سازمان يوه چارواکي د زمري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس دافغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو درايو د څېړنو پروسه روانه ده .
سرچينې زياته کړه، چې دا اوس له وخت څخه مخکې خبره ده،چې په دې اړه کومه پرېکړه وشي.
د ناټو د وېلز غونډه افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې په دې غونډه کې به ناټو په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په اړه وروستۍ پرېکړه کوي ، دغه راز په غونډه کې به د افغان ملي ځواکونو د تمويل په اړه هم پرېکړې کېږي.
پخوا ويل شوي وو، چې تر يادې غونډې مخکې به د افغانستان نوى ولسمشر له امريکا او ناټو سره امنيتي سندونه لاسليکوي، ترڅو امريکا او ناټو تر ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې، په داسې حال کې د ځنډ او ناندريو ښکار شوي، چې راتلونکې مياشت دوه نړيوال کنفرانسونه په لاره اچول کېږي؛ لومړی د ناټو سازمان سرمشريزه غونډه چې په دې کې به له افغان ملي ځواکونو د دوامدارو مالي مرستو او د ناټو د نوي ماموريت د پيلېدو پخلی کېږي.
دغه راز تر دې غونډې به څو اونۍ وروسته په نيويارک کې د ملګر ملتونو کلنۍ غونډه جوړېږي، خو د افغانستان ټاکنيزو ناندريو ته په کتلو سره، دا لا نه ده معلومه، چې په دې غونډو کې به څوک د افغانستان استازيتوب وکړي.
تر يادو دوو مهمو غونډو مخکې بايد افغانستان له امريکا او ناټو سره امنيتي سندونه هم لاسليک کړي، ولسمشر کرزي له دغه کار څخه انکار کړی، خو د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله لا دمخه اعلان کړی، چې د ټاکل کېدو په صورت کې دا سندونه ژر لاسليک کوي.
په کابل کې يوه غربي ديپلومات رايټرز اژانس ته ويلي، ښايي د ناټو په غونډه کې ولسمشر حامد کرزي او يا هم دواړو کانديدانو ته د افغانستان په استازيتوب بلنه ورکړل شي.
خو سرچينې زياته کړې، د کرزي ګډون تخنيکي ستونزه لري، ځکه د هغه قانوني موده بشپړه شوې ده، بله دا چې د امنيتي سندونو د نه لاسليک کولو له امله، له امريکا او ناټو سره د کرزي اړيکې چندانې ښې نه دي.
خو د ولسمشر وياند اېمل فيضي وايي، چې د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې به د وږي (سنبلې) د مياشتې تر درېيمې پورې معلومه شي.
هغه زياته کړې، چې د ۲۰۱۴ زېږديز کال د اګست د مياشتې تر پايه پورې به د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.
نوموړي ويلي چې د بريتانيا په ويلز ښار کې د ناټو په غونډه کې به نوی افغان ولسمشر به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړي زياته کړې، د وږي (سنبلې) مياشتې تر درېيمې (د اګست ۲۵مې) پورې به د دويم پړاو د ټاکنو د بيا شمېرنې او څېړنو پروسه بشپړه او وروستۍ پايلې به اعلان شي.
فيضي وايي، افغانستان د ټاکنو په پروسه کې نور ځنډ نه شي زغملى او نه هم په دې پروسه کې نور ځنډ راتلای شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن