ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې یوه کس خپل ورور وژلی

فاریاب کې یوه کس خپل ورور وژلی

author avatar
14 Sep 2024 - 14:32
فاریاب کې یوه کس خپل ورور وژلی
author avatar
14 Sep 2024 - 14:32

میمنه (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې یو ځوان د خپل ورور له لوري د چاقو په ګزارونو وژل شوی دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو ځوان چې د دغه ولایت د میمنې ښار د درېیمې ناحیې د تندورک ګذر اوسېدونکی و، پرون د خپل ورور له لوري د چاقو په ګزارونو وژل شوی دی.

هغه د یاد ځوان د وژل کېدو لامل په اړه ډېر معلومات ور نه‌کړل.

خو د فاریاب د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مفتي محمداسماعیل فرقاني وايي چې د دوو وروڼو ترمنځ لفظي شخړه د یوه د وژل کېدو لامل شوې او قاتل د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د تورن کس د نیولو په هڅه کې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.