ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو ناسم مديريت به افغانستان د کانګو هېواد له برخليک سره مخ کړي

د کانونو ناسم مديريت به افغانستان د کانګو هېواد له برخليک سره مخ کړي

author avatar
6 Aug 2014 - 15:33
د کانونو ناسم مديريت به افغانستان د کانګو هېواد له برخليک سره مخ کړي
author avatar
6 Aug 2014 - 15:33

کابل (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): د کانونو برخې کارپوهان وايي، چې افغانستان کولى شي د کانونو د سم مديريت په صورت لکه د چيلي هېواد، وژغورل شي، خو ناسم مديريت يې د افريقايي هېواد، کانګو له برخليک سره مخ کولاى شي.

افغانستان د بېلابېلو طبيعي سرچينو لکه مس، سره زر، ليټيم، يورانيم، ګاز او نفتو درلودنکى دى، چې ارزښت يې څو زره ميليارده ډالره ښودل شوى، خو تر اوسه ډېرى دغه ډول کانونه پټ پاتې دي او د استخراج کار يې نه دى شوى.

د افغانستان د کانونو يو شمېر قرار دادونه په دې وروستيو کلونو کې لاسليک شوي ، خو د کانونو برخې کارپوهان د دغو قراردادونو د لاسليک په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، چې په دې برخه کې ناسم مديريت به افغانستان د بحران خوا ته بوځي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال او د کانونو برخې کارپوه نجم الدين ترين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان د بېلابېلو کانونو په درلودو او جغرافيوي موقعيت له اړخه افريقايي هېواد کانګو ته ورته دى.

د هغه په خبره، افغانستان د سوېلي او مرکزي اسيا تر منځ د يوه نښلوونکي پل حيثيت لري او کانګو هم د سوېلي او شمالي افريقا ترمنځ په داسې يوه موقعيت کې پروت هېواد دى.

د کانون برخې دغه څېړونکي زياته کړه، چې د کانګو هېواد د کاني زېرمو ارزښت ٢٤ تريليون ډالره اټکل شوى او په په نړۍ کې د الماسو له اړخه دويم ستر هېواد پېژندل کېږي او د افريقا لويې وچې د مسو ستر کان په کې دى، له همدې امله د مسو له اړخه د دې قارې دويم ستر هېواد شمېرل کېږي.

د علومو اکاډمۍ د مرستيال د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د سروزرو، نقرې، نفتو، ګازو او کاني ډبرو په برخه کې هم شتمن هېواد دى، خو د دغو کانونو د استخراج په برخه کې له ننګونو سره مخ دى او د دې ټولو کاني زېرمو سربېره يې اقتصادي وده نه ده کړې او له بېوزلۍ سره مخ دى.

نجم الدين ترين خبردارى ورکړ، چې که افغانستان ونه شي کولى له خپلو کانونو په ښه ډول ګټه واخلي، نو د کانګو په برخليک به اخته شي.

د کانونو د برخې يوه کارپوه جاوېد نوراني پژواک ته وويل، چې د کانګو جمهوري هېواد د شا ته پاتې کېدو يو لامل دا دى چې د هېواد حاکم پوړ يې له کانونو څخه سم مديريت نه دى کړى.

هغه وويل، دغه افريقايي هېواد چې کلونه د اروپايي هېوادونو مستعمرې وو، د خپلواکۍ تر اخيستو وروسته ونه توانېدل اقتصادي پر بسياينې ته ورسېږي او له کانونو يې په سم ډول ګټه وانه خيسته.

نوراني ناامني، فقر، تنګلاسي او د سواد د کچې ټيټ والى د هغو ستونزو په توګه ياد کړل، چې د هغه په خبره په کانګو کې يې له کانونو غوره ګټه اخيستنه له ستونزو سره مخ کړې ده.

د کانونو برخې دغه کارپوه د افغانستان کاني زېرمو ته په اشارې سره وويل، چې په افغانستان کې د کانونو د قراردادونو بهير کې شفافيت نشته.

هغه زياته کړه: ((که چېرې د کانونو استخراج د قدرت لرونکو په لاس کې وي نو د استخراج بهير او د قراردادونو لاسليک هم شفاف نه دى او موږ بايد د خپلو کانونو له وضعيت څخه با خبر وو، څو هېواد مو د کانګو له برخليک سره مخ نه شي.))

غير قانوني استخراج د دغه کارپوه له اندېښنو څخه يوه ده.

د هغه په خبره، د افغانستان کانونه هم د کانګو غوندې وړاندې له دې چې اکتشاف يې وشي، د بانفوذه کسانو له خوا استخراج او لوټ سره مخ کېږي.

د نوراني د معلوماتو له مخې، اوسمهال بېلابېل هېوادونه لکه د کانګور ګاونډيان د دغه هېواد د وضعيت د ګډوډۍ لپاره د کانګو د کانونو په بدل کې جنګي وسلې په غه هېواد پلوري او له همدې امله دغه افريقايي جمهوري هېواد دکانونو په مديريت کې چندان ښه زمينه نه لري.

خو د کانونو د استخراج په برخه کې د ناکام مديريت درلودونکي کانګو هېواد په پرتله د چيلي هېواد چې په سوېلي امريکا کې دى، پر دې توانېدلى چې د کانونو په برخه کې پرمختګونه وکړي.

دغه هېواد د سرو زرو، نفتو، مسو، سربو او ليتيمو په څېر د کانونو پراخې زېرمې لري.

د ايران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت په ويبپاڼه کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، چيلي همدا اوس د نړۍ تر ټولو ستر د مسو توليدوونکى هېواد دى او اوس مهال د سوېلي امريکا په هېوادونو کې د ډېرې ودې درلودونکى هېواد دى.

د کانونو برخې د کارپوه جاوېد نوراني په خبره، د چيلي هېواد د بريا يواځېنى لامل ملي يووالى، باسوادي او د هېواد له چارو د هغه هېواد د خلکو پوهاوى دى او دغه لاملونه د دې سبب شوي، چې د دغه هېواد له ٥٠ نه تر ٦٠ سلنه عوايد د کانونو له لارې تامين شي.

د هغه په خبره، چيلي له کانونو څخه د استفادې له اړخه په ښه ډول وده کړې او کاني عوايد يې په ښه ډول کارولي دي، په دې برخه کې يې يوه قانوني اډانه او د تلپاتې پراختيا پروګرام رامنځته کړى دى.

نوراني په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې اوسنيو ننګونو ته په اشارې سره وويل، چې د کانونو سم مديرت او کارونه کولى شي له افغانستان سره د چيلي په څېر په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه: ((کانې زېرمې دې له استخراج وړاندې ثبت شي او د کانونو په استخراج کې دې د روڼتيا لپاره يوه اوږدمهاله پاليسي جوړه شي او هغه عوايد، چې د کانونو د استخراج له لارې تر لاسه کېږي، بايد دولت ته ورکړل شي او دولت دې د کانونو په برخه کې بهرنيو کمپنيو ته د استخراج زمينه برابره کړي.))

د کانونو دغه کارپوه وړانديز وکړ، څو دولت په دغه برخه کې د بريا لپاره تحصيل کړي او مجرب ځوانان په کار وګوماري او کانونو قانوني کيدنې ته دې زمينه برابره کړي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال نجم الدين ترين هم وويل، چې د هېواد د کانونو قراردادونه مبهم دي او کورني او بهرني او عوامل په دې برخه کې رول لري او بايد دغه قرار دادونه د ارزښت له اړخه د لومړيتوب په اساس ترتيب او له اصلاح وروسته په رڼه ډول لاسليک شي.

هغه وړانديز وکړ، چې د کانونو د غوره مديريت او په دې برخه کې د بريا لپاره د افغانستان دولت ملي ګټو ته په پام سره د کانونو برخې له متخصصينو يو کميسيون جوړ کړي .

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.