فيض اباد (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو د درېيو قوماندانو په ګډون ٨ طالبان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان شوي دي.
بدخشان کې ملي اردو د ذوالفقار د پنځم کنډک د کومانډو ځواکونو د ځانګړې قطعې د عامه اړيکو مسوول بريدمل حسين رضايي وايي، چې وسلوالو مخالفينو ته يې دغه مرګ ژوبله د جرم ولسوالۍ په دهن خستک سيمه کې، د ملي او عامه نظم پوليسو او د ملي اردو په ګډو عملياتو کې اړولې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو وژل شوو کې د ملا قادر، ملا شاکر او ملا نقيب په نومونو د وسله والو درې قوماندانان هم شامل دي.
بريدمل رضايي زياته کړه، چې دغه عمليات له پرون راهيسې پر لاره اچول شوي او تر اوسه پورې دوام لري.
د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سيد عبدالقدير صياد وايي، چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو درې سرتېري هم ټپيان شوي، خو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي ايمېل کې ادعا کړې، چې د دغو عملياتو په ځواب کې د کومانډو ځواکونو ١٦ سرتېري وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
نوموړي، يوازې د دوو طالبانو وژنه منلې او پر دې سربېره يې د وسلو او مهماتو د تر لاسه کولو په اړه هم معلومات ورکړي دي.
ورته مهال د جرم ولسوال نوراقا نادري وويل، چې له دغو عملياتو يې موخه له طالبانو د دهن خستک سيمې پاکول دي، چې وسله والو طالبانو په کې مرکزونه جوړې کړي او اوسمهال په کې ملي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
هغه زياته کړه، د يادې سيمې د نيولو پر مهال به د جرم او يمګان ولسواليو لار چې اوسمهال د وسله والو د شتون له امله بنده ده، خلاصه کړي.
د ويلو ده، د بدخشان د کډوالو رياست ويلي، چې په جرم ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله شا وخوا زر کورنۍ بهارک ولسوالۍ ته کډه شوې، چې له ډېرو ستونزو او همدارنګه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن