لښکرګاه(پژواک ۱٩زمرى۹۳):د هلمند د موسی کلا ولسوال وایي،چې دامنیتي ادارو خپلمنځي ستونزو او د تشکيلاتو کموالي ، په دې ولسوالۍ کې ناامنيو ته زمينه برابره کړې ده.
ولسوال محمد شریف خان په لښکرګاه کې خبریالانو ته وویل،چې اوسمهال د موسی کلا ولسوالۍ ډېرې سيمې ناامنه شوي او وسله والو طالبانو په کې خوځښتونه پيل کړي دي.
ولسوال وویل: (( دموسى کلا امنیتي مسوولین په ځانګړې توګه پولیس سره ناهمغږي دي، په خپلو کې شخړې کوي ، تشکيلات يې کم دي ، اعاشه ، وسلې او ترانسپورټي وسايل نه لري.))
ولسوال غوښتنه وکړه، چې د موسی کلا لپاره دې د پولیسو ځانګړې قطعه جوړه شي، د ملي او سیمه يیزو پولیسو تشکیل دې زیات شي.
نوموړي وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې له افغان طالبانو سربېره بهرني وسله وال هم لیدل کیږي، چې په ډله يېزه توګه پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.
ولسوال وویل: ((اوس په موسی کلا کې ۱۹۰ تنه ملي او ۱۵۰ تنه سیمه یز پولیس او تر ٦٠٠ تنو د ملي اردو سرتېري شته دي . ))
پژواک هڅه وکړه، چې په دې تړاو د هلمند دامنیه قوماندانۍ نظر واخلي؛ خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه.
د موسی کلا ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي ملا ظاهر په لښکرګاه کې پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې له څه مودې راهيسې امنيت خراب شوى دى.
د هغه په وينا، په لرو پرتو سيمو کې وسله وال خورا فعال دي او دولت بايد د هغوى د ممکنه قوي کېدو لپاره په دې ولسوالۍ کې د پوليسو تشکيل او امکانات ډېر کړي.
ياده دې وي، چې څو ورځې مخکې د یادې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ځانګړو پولیسو له نورو پولیسو سره شخړه کړې وه، چې په ترڅ کې يې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.
د سنګین او نوزاد له جګړو وروسته پر موسی کلا ولسوالۍ هم ډله ييز بریدونه زيات شوي، چې ويل کېږي دواړو غاړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن