کابل (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو په هراړخيز تفتيش کې د رامنځ ته شويو وروستيو نوښتونو او سمونو هرکلى کوي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د پلاوي دفتر (يوناما) له لوري د يکشنبې په ورځ (د زمري ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي او د يوناما مشر يان کوبېش له قوله راغلي: “د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ د بې ساري تفتيش په پروسې کې د موافقې هدف دا دى، چې د مليونونو بااعتباره رايو څخه پراخه درغلي تشخيص او جلا شي. لکه څنګه چې موږ د هرې ورځې د تفتيش له پروسې څخه ليدنه کوو، د ټاکنو خپلواک کميسيون، ملګري ملتونه او د کمپاين دوه ټيمونه يوځاى کار کوي، چې طرزالعملونه او معيارونه داسې ټينګ کړي، ترڅو د افغانستان د خلکو هغه غوښتنه پرځاى شي، چې مشروع رايې له جعلي پاڼو څخه جلا کړي.”
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د تفتيش د عملي چوکاټ په پروسه کې پرمختګ به د شفافيت له پروسې سره مرسته وکړي او عالي نړيوال معيارونه پوره کوي، همدارنګه د افغانستان له اساسي قانون او نورو قوانينو سره سمون لري. ملګري ملتونه له ټولو خواوو څخه غوښتنه کوي، چې د تفتيش په پروسه کې خپلې ژمنې پوره او مسلکي روحيه تضمين کړي، ترڅو په ممکن ژر وخت کې اعتباري پايلو ته ورسېږي.
د خبرپاڼې په حواله، د تېرې اونۍ په ترڅ کې د تفتيش ادارې کمېټې، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د ملګرو ملتونو له خوا اداره کېږي او دواړه کمپاينونه او نړيوال څارونکي هم په کې شامل دي، پر څو ښه والو (بدلون) باندې بحث ترسره شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ښه والو کې د دواړو کمپايونونو له خوا د ټاکل شويو شپږ زرو بکسونو ځانګړې کتنه، په دې باندې توافق کول، چې لږ تر لږه د لسو رايې پاڼو يو شانته نښه کول، د دې راى پاڼو د بياشمېرنې او باطلولو لپاره لار هوارولى شي، د يوې داسې پروسې تشخيصول، چې څرنګه کېداى شي د رايې اچوونکو د کارتونو د غير محتمل تسلسل د رايې ورکوونکو د ثبت په کتابونو کې تشخيص کړي او لا ډېر وضاحت ورکول، چې يوه راى پاڼه د طرزالعمل له مخې څنګه نښانې شي، شاملېږي.
سرچينه کاږي، د دغو موضوعاتو مهمه برخه د کره کونې او تفتيش نوى طرزالعمل دى، چې هغه د اګست په ١٦مه (د زمري ٢٥مه) پيل شو. د دې غوښتنه د هغې موافقې له مخې شوې وه، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ د جولاى د مياشتې په ١٢مه (د چنګاښ ٢١مه) ترسره شوه، چې دغه موافقه د دواړو کمپاينونو استازو ته د دې اجازه ورکوي، څو هغوى د رايو پاڼو د هغو صندوقونو ځانګړې څېړنه وکړي، چې دغه ډول پايلې په کې ثبتې شوې دي.
يان کوبېش د دې يادونه کړې، چې د جولاى د ١٢مې نېټې (د چنګاښ ٢١مه) د موافقې د ځانګړې کره کونې مورد د دې لپاره مهم دى، څو چې د تفتيش د پايلو په پراخه توګه د منلو زمينه برابره شي. اوس بايد دواړه نوماندان بيا دا باور ولري، چې هغه د رايو مرکزونه د کومو په اړه، چې هغوى زياتره اندېښنې لري، نه يواځې دا چې هغه به يواځې تفتيش شي، بلکې په بشپړه توګه به يې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د باتجره کارکوونکو، د ملګرو ملتونو د متخصصانو او د کره کتونکو تر څار لاندې به يې بياشمېرنه ترسره شي.”
سرچينه زياتوي، پاتې درې نور موضوعات د تېرې اونۍ په ترڅ کې د ټاکنيزو کمپايونو له خوا د تفتيش پرمهال د هغوى د تجربو له مخې راپورته شول او کېدلاى شي، چې د نن ورځې د کار تر پاى پورې به د لس زرو صندوقونو لپاره دغه تفتيش بشپړ شي. د تفتيش د مديريت د کمېټې د غور له مخې د دغو تخنيکي موضوعاتو په اړه د ملګرو ملتونو وړانديزونه ومنل شول او اوس د پلي کېدو په حال کې دي.
سرچينه وايي، د ملګرو ملتونو وړانديزونه د هرې مسئلې په اړوند له زيات غور څخه وروسته وړاندې شوي دي او موخه يې دا ده، چې د تفتيش له اصلي موخې سره، چې د پراخو درغليو مخه نيول او پاکول دي، مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون نن وويل، چې تراوسه پورې د د رايې ورکونې د ټولو صندوقونو ٤٥سلنه تفتيش ترسره شوى دى
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP