هرات (پژواک،۱۴ سلواغه ۱۴۰۳): د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې له دغه ولایته بهر ته د پستې صادرات ډېر شوي او په تېرو نهو میاشتو کې یې د صادراتو ارزښت ۲۴،۶ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او اجرایي امر محمدیوسف امین پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال له هراته د ۲۰ میلیون او ۳۸۲ زره ډالرو په ارزښت پسته صادر شوې وه.
هغه زیاته کړه، د سږ کال په تېرو نهو میاشتو کې له هراته د ۲۴ میلیون او ۶۷۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادر شوې او دا د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښيي.
هغه په دې په اړه چې یاد صدرات کومو هېوادونو ته شوي، جزئیات وړاندې نه کړل.
هغه دغهراز زیاته کړه، د هرات د تېرو نهو میاشتو د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۱۹ میلیون او ۳۲ زره ډالرو ته رسېږي چې کرنیز محصولات، وچه مېوه، معدني توکي او زینتي کاڼي په کې شامل دي.
ورته مهال، د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس بشیراحمد بهادري له هېواده بهر د هرات او د نورو ګاونډیو ولایتونو د کرنیزو محصولاتو او د پستې صادراتو ډېرېدو په اړه خوښې څرګنده کړه ویې ویل، اوسمهال په دغه ولایت کې یوازې پر ۱۲ زره او ۶۳۰ هکتار ځمکه د پستې باغونه جوړ شوي دي.
د هغه په خبره، روان کال د دغه ولایت له اوبیزو او للمي ځنګلونو ۶۶۳ ټنه پسته راټوله شوې چې پنځه زره ټنه یې د للمي او څه باندې دوه زره د اوبیزو ونو جوړوي.
هغه زیاته کړه: «اوسمهال هرات کې د پستې ۶۰۰ هکټاره باغونه شتون لري او د پراختیا لړۍ روانه ده.»
ورته مهال، هرات کې د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې پسته له رسېدو مخکې راټوله شوې چې مغز یې وده نه ده کړې او بېکیفیته ده.
هرات کې د وچې مېوې یوه پلورونکي محمدناصر پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېره پسته مخکې له رسېدو راټوله شوې چې کیفیت ته یې زیان اوښتی او دلته پېرېدونکي نه لري.
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د پستې د خراب کیفیت له المه ډېرو پستهپلورونکو خپله د اړتیا وړ پسته له ایرانه وارد کړې او کیفیت لرونکې پسته هم د سوداګرو له لوري له هېواده بهر صادر شوې ده.
بلخوا، د هرات محلي اداره په راتلونکي کې د دغه ولایت په مرکز او نورو ولسوالیو کې د پستې، بادام او چهارمغزو د لا ډېرو نیالګیو اېښودو خبر ورکوي.
د هرات والي مولانا نوراحمد اسلامجار په یوه ناسته کې د یاد مطلب په بیانولو سره وویل، دا طرحه خلکو ته د کار زمینې برابرولو او د اقلیمي کډوالۍ مخنیوي په موخه په بېلابېلو ولسوالیو کې پلې کېږي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې د کرنې او مالدارۍ له ریاست سره په همغږۍ په غرنیو ولسوالیو لکه کشکرباط سنګی، کشک کهنه، شیندند، ادرسکن او نورو سیمو کې د پستې نیالګي کېښودل شي.
هغه دغهراز له خیریه بنسټونو او سوداګرو هم وغوښتل چې په دې سیمه کې د ورته نيالګیو اېښودو برخه کې له خلکو او چاپېریال سره مرسته وکړي.
د یادونې ده، د للمي پستې ځنګلونه د هرات په کشککهنه او رباط سنګی ولسوالیو کې دي او په نورو سیمو کې د پستې اوبیز باغونه اېښودل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP