کابل ( پژواک، ٢٧ زمرى ٩٣ ) : په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو لوى قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان په راولپنډۍ ښارکې د پوځ له مرکزي قوماندانۍ څخه د زمري په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ نن دغه هېواد ته ورغلى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د ناټو قوماندان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پوځ له مشر قوماندان جنرال راحيل شريف سره وليدل.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ددې ليدنې پر مهال پر دوه اړخيزو اړيکو، تر ټاکنو وروسته د افغانستان په حالاتو ، د ګډې پولې پر امنيت او ګډې همکارۍ باندې خبرې وشوې.
سرچينه وايي ، چې د پوځ مشر جنرال راحېل شريف د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د ناټو د قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ له هلو ځلو مننه وکړه.
د يادونې ده، چې د جنرال جوزېف ډنفورډ دنده په افغانستان کې پاى ته رسېدونکې ده او د هغه پر ځاى نوى قوماندان جنرال کمپبل ټاکل شوى دى.
پاکستان ته د هغه دا وروستى سفر و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP