کابل ( پژواک ٢٨ زمرى٩٣): د سرحدونو او قبايلو چارو وزير وايي، يو شمېر کړۍ او د افغانستان مخالفين هڅه کوي، چې سياسي واک په سوله ييزه توګه انتقال نه شي.
ډاکټر محمداکرم خپلواک د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٥ يمې کاليزې په نمانځغونډه کې غوښتنه وکړه، چې دواړه کاندېدان بايد هڅه وکړي،؛څو د ټاکنو پايلو ته غاړه کېږدي.
دا نمانځغونډه د سرحدونو او قبايلو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، چې د چارواکو په ګډون په کې قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو برخه لرله.
خپلواک د يادې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته ته مبارکي وويله.
نوموړي وويل،چې د افغانستان مخالفين او يو شمير کړۍ نه غواړي؛څو د لومړى ځل لپاره د سياسي واک انتقال په ښه او سوله ييز توګه ترسره شي.
دى وايي: (( دا د هېواد په تاريخ کې لومړى ځل دى،چې سياسي واک له يو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته په سوله ييز ډول سره انتقالېږي.))
د کابنې دې وزير د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د نوي ولسمشر په راتګ سره به د سولې پروسه کې برخه واخلي او هڅې به وکړي ، چې وسله والو طالبانو ته د خبرو اترو زمينه برابره کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن