ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په ځانمرګي بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي

د زابل په ځانمرګي بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي

author avatar
24 Aug 2014 - 17:55
د زابل په ځانمرګي بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي
author avatar
24 Aug 2014 - 17:55

کلات  (پژواک ٢ وږى ٩٣) : د زابل ولايت عمومي محبس ته څېرمه په ځانمرګي بريد او ډزو  کې دوه سياسي بنديان وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ٤ بجې د کلات د محبس مخکې ته ځانمرګى بريد وشو او دوه پوليس په کې ټپيان شول.

د هغه په وينا، د بريد پر مهال دوو سياسي بنديانو،چې په عمري بندمحکوم وو له وخته په استفادې هڅه کوله، څو له زندان څخه وتښتي، خو د پوليسو له لوري پر ډزو سره ووژل شول.

امنيه قوماندان وايي، چې ځانمرګي بريدګر چاودېدونکي توکي په يوې کراچۍ کې بار کړي وو او د زندان خواته يې چاودنه ورکړې ده.

نوموړي د وژل شويو سياسي بنديانو د هويت په اړه څه ونه ويل.

تراوسه دا هم نه ده معلومه ، چې د بريد اصلي هدف به د يادو سياسي بنديانو د تښتې لپاره هڅه وې او که څنګه؟

د دې ځانمرګي بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.