Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست والي د اساسي پروژو په پلي کېدو کې د ولس د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل (پژواک ٣ وږى ٩٣): د خوست والي وايي، چې د دې ولايت خلک دې د پروژو د امنيت د ټينګښت او د بيارغونې پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په برخه کې له دولت سره همکاري وکړي.

دغه ټکى د خوست والي عبدالجبار نعيمي د خوست د رغونې او د بيارغونې په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په تړاو جوړ شوي يو ورځني کنفرانس کې نن څرګندې کړې.

نوموړى وويل، چې د خوست اداره د ځانګړي پلان پربنسټ د اساسي پروژو پر پلي کېدو کار کوي او په وروستيو څلورنيمو کلونو کې يې ګڼ شمېر پروژې پلې کړې هم دي.

ده زياته کړه: (( ځينې خلک چې ولسي ګټې ورته ارزښت نه لري، د ټولګټو پروژو د پلي کېدو په وړاندې خنډونه ولاړوي او غواړي له يوې او بلې لارې د هرې پروژې په پلي کېدو کې ناروا شخصي ګټې پيدا کړي، چې دغه کار په عمومي کچه د بيارغونې بهير ته سخت زيان رسولى دى.))

نعيمي وويل، چې غاصبين او د شخصي ګټو پلويان تل د ټولګټو پروژو د پلي کېدو په وړاندې مقاومت کوي، چې دغه کار د بيارغونې بهير له ګواښ سره مخ کړى دى.

د خوست والي له خلکو غوښتنه وکړه، چې د پروژو د امنيت د ټينګښت او د بيارغونې په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په برخه کې له دولت سره بشپړه همکاري وکړي و د دغو ننګونو په مخنيوي کې لاسونه سره يو کړي.

د کنفرانس برخه والو له ولايتي ادارې سره يې د يادو ننګونو په لرې کولو کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د خوست ولايت ديني علماوو او مخورو مشرانو وويل، هېچاته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د ټولګټو پروژو د پلي کېدو مخه ونيسي او يا يې پر قراردادونو   لوبې وکړې.

دوى له وزارتونو غوښتي، چې د خوست د پروژو پر قرادادونو  روانې لوبې پاى ته ورسوي.

د کنفرانس ګډونوالو د ترانسپورت او هوايي چلند پر وزارت په دې خاطر سخته نيوکه وکړه، چې د دغه ولايت لويه او بنسټيزه پروژه (د نړيوال هوايي ډګر جوړېدل) يې د مافيا منګولو ته سپارلې ده.

د خوست مشرانو د هوايي ډګر د پروژې په تړاو د ولايتي ادارې له دريځ څخه ملاتړ وکړ او پرېکړه يې وکړه، که وزارت دغه ستونزه هواره نه کړي، ولس دې ته چمتو دى، چې د دغه وزارت له مسوولينو او ورسره شريکانو څخه په خپله پوښتنه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.