کابل ( پژواک، ٦ وږى ٩٣ ): د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي ، چې د وږي تر ١١مې نېټې د رايو د تفتيش پاى ته رسول ممکن نه دي.
له ارګ څخه د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش دغه څرګندونې نن په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال وکړې .
سرچينې زياته کړې، يان کوبيش د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د رايو د بياشمېرنې او څېړنې د پروسې د پرمختګ په اړه ولسمشر حامدکرزي ته معلومات ورکړل.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ددې ليدنې پر مهال په ډاګه کړې، چې د رايو د تفتيش پروسه په ښه ډول پر مخ روانه ده .
خو هغه ويلي، چې د روان لمريز کال د وږي د مياشتې تر يوولسمې نېټې ( د ستمبر دويمه) پورې ددې پروسې پاى ته رسول ممکن نه دي.
د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي هيله څرګنده کړې، چې د رايو د تفتيش پروسه به د روان لمريز کال د وږي د مياشتې تر نولسمې ( سپټمبر۱۰ ) پورې پای ته ورسېږي.
د يادونې ده، چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې ويلي و، چې د کانديدانو او د ملګرو ملتونو په غوښتنه يې د خپل واک موده يوه مياشت غځولې وه، چې د وږي په يوولسمه پاى ته رسيږي.
هغه زياته کړې وه، چې تر يادې نېټې وروسته خپل واک نه غځوي او غوښتنه يې کړې وه، چې د وږي په ١١مه دې نوى ولسمشر اعلان شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن