کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٣): د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ کامرون د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
په کابل کې د انګلستان سفارت وايي، چې دا خبرې پرون شوې دي.
سفارت د کامرون د دفتر په حواله په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي ، چې کامرون له عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره په افغانستان کې د نوي جوړېدونکي “ملي يووالي حکومت” پر سر بحث کړى دى.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، کامرون پر دواړو کانديدانو غږ کړى ، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري له خوا د جوړې شوې پروسې سره سم خپلې کړنې پر مخ بوځي، تر څو وکولای شي ژر تر ژره ګډ حکومت جوړ کړي.
کامرون ويلي ، چې د روانو ستونزو حل به په افغانستان کې د ولسواکۍ راتلونکي په ګډون ډير برياليتوبونه له ځانه سره ولري. نوموړي هيله څرګنده کړې، چې د ټاکنو روانه لړۍ د ناټو تر راتلونکې غونډې پای ته ورسېږي.
د انګلستان لومړي وزير ويلي، چې د ناټو راتلونکې غونډه د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د شوي پرمختګ د څېړلو لپاره يو غوره فرصت دی او په دې ناسته کې به د افغانستان له راتلونکي حکومت سره د ناټو غړو هېوادونو د مرستو په څرنګوالي هم خبرې اترې وشي.
خبرپاڼه ليکي، چې دواړو کانديدانو احمدزي او عبدالله د انګلستان د لومړي وزير ملاتړ ستايلى او له افغانستان سره د دې هېواد د دوامداره مرستو له ژمنې يې مننه کړې ده .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP