ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٦٩ نورو محلونو رايې باطلې اعلان شوې

author avatar
29 Aug 2014 - 18:00
author avatar
29 Aug 2014 - 18:00

کابل( پژواک ٧ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون ، له ٣٠٠٠ محلونو څخه  د ٦٩ محلونو راېې باطلې اعلان کړې او د ١١٢٤ محلونو رايې يې د بيا څېړنې او شمېرنې وړ وبللې.

دغه راز دغه کميسيون نن په علني ناسته کې د پاتې ١٨٠٧ محلونو رايې د اعتبار وړ وبللې.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي په ياده ناسته کې وويل، له يادو درېيو زرو محلونو څخه د ٤٩٦ محلونو رايې د بيا څېړنې وړ دي او د ٦٢٨ محلونو رايې بيا شمېرل کېږي.

د هغه په وينا، د ٦٩ هغو محلونو په صندوقونو کې چې باطل شوي دي، لس زره او شپږ ويشت رايې شاملې دي.

 د ده په وينا ټاکنيزې ډلې کولاى شي چې د دې پرېکړه په اړه  تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې د شکايتونو په کميسيون کې خپل شکايتونه ثبت کړي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د وږي په درېيمه د رايو د تفتيش په پايله کې د ٧٢محلونو راېې باطلې اعلان کړې.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور، نن له غرمې مخکې وويل چې د رايو   ١٧٨٦٥صندوقونه چې د ټولو صندوقونو٧٦.25 سلنه جوړوي ،څېړل شوي دي.

هغه هيله وښوده، چې پاتې ٤٩٦٣ صندوقونو تفتيش به تر راتلونکو شپږو يا اوو ورځو تر سره شي.

د غبرګولي په ٢٤مه د ولسمشرۍ د دويم پړاو تر سره شويو ټاکنو د ټولو رايو څېړنه وروسته له هغه پيل شوې، چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د پراخو درغليو تر دعوې وروسته له ټاکنيزو کميسيونونو سره اړيکې پرې کړې او بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب دواړه نوماندان د ټولو رايې په تفتيش او ملي حکومت په جوړولو سره سلا شول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.