ترينکوټ (پژواک ٩ وږى ٩٣): په اروزګان کې درې سيمه ييز پوليس خپلو ملګرو او بل پلو دوه نور سيمه ييز پوليس چاودنې وژلي دي.
د اروزګان ولايت د چارچينو ولسوال اسمعيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ″سنګر″ په سيمه کې د يوې پوستې دريو سيمه ييزو پوليسو خپل درې ملګري پر ډزوو وژلي دي.
هغه وايي، چې بريد کوونکي سيمه ييز پوليس تر پېښې وروسته تېښتېدلي خو پوليسو يې لټه او د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل کړې دي.
طالب وياند قاري يوسف احمد ويلي چې بريد کوونکي درې سيمه ييز پوليس د وسله والو طالبانو نفوذي کسان وو او تر بريد وروسته له وسلو څخه دوى ته ورغلي دي.
بلخوا د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن عبدالرازق پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان انار پر موټرو چاودنه شوې ده.
د هغه په خبره په دا چاودنه د يادې ولسوالۍ د شيګلي په سيمه کې شوې چې په کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او د قوماندان انار په ګډون درې سيمه ييز پوليس ټپيان دي.
نوموړى وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د داډ وړ دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې يې د چاودنې په ترڅ کې پنځه سيمه ييز پوليس وژلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن