ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ځانمرګي  بريد يو پوليس وژلى او  اوه ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي

کندهار کې ځانمرګي بريد يو پوليس وژلى او اوه ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي

author avatar
5 Sep 2014 - 15:26
کندهار کې ځانمرګي  بريد يو پوليس وژلى او  اوه ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي
author avatar
5 Sep 2014 - 15:26

کندهار (پژواک ١٤ وږى ٩٣): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد يو پوليس وژلى او  اوه ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي بلخوا په يوه نښته کې نهه وسله وال وژل شوي دي.

ياد ځانمرګى بريد تېره شپه شاوخوا اته بجې د ميوند ولسوالۍ د تورو اوبو په سيمه کې شوى دى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توک ډک سراچه موټر د پوليسو له يوې امنيتي پوستې سره جنګولى دى.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او اوه ملکي وګړي ټپيان دي، چې په ټپيانو کې يوه مېرمن او يو ماشوم هم شامل دي.

دى وايي، ټپي وګړي د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت ښه نه و.

د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي، چې دغه بريد د سميع الله په نوم يوه تن د ټونس موټر په وسيله کړى، چې په کې دوه رينجر او يو کرولا موټر ويجاړ شوي او ١٧ پوليس وژل شوي دي.

خو امنيتي ځواکونه دغه ادعا ردوي.

له دې پېښې سره هم مهاله تېره شپه د کندهار ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د کابل دوه لارې په سيمه کې د ماين يوې چاودنې دوه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک ته وويل چې چاودېدونکي توکي د پوليسو د تلاشۍ له ځاى سره د يوه دېوال په بېخ کې ځاى پر ځاى شوي وو.

خو يو شمېر عيني شاهدان په دې پېښه کې د دوو پوليسو د ټپي کېدو خبره هم کوي.

دغه راز د امنيې قوماندانۍ وياند په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د نهه تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي، چې دغه وسله وال پوليسو سره تر دوه ساعته جګړې وروسته، وژل شوي دي.

دى وايي، په دې پېښه کې پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ب

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.