Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په اچين کې درې تنه وژل شوي

جلال اباد (پژواک ١٦ وږى ٩٣): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي بريد کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه له پلازمېني کابل څخه راغليو ځانګړو ځواکونو په اچين ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړي دي.

د هغه په خبره،داسې راپورونه د ولايت مقام ته رسېدلي، چې په دې عملياتو کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې د يادې موضوع دلا کره والي په موخه ولايت مقام يو باصلاحيته پلاوی سيمې ته لېږلی دى.

هغه وويل چې عمليات له کابل څخه راغليو ځانګړو ځواکونو د ولايت له  هماهنکۍ  پرته ترسره کړي ،چې ولايت مقام په دې اړه پلټنې پيل کړي.

د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي بيا وايي، چې د دوی يو سيمه ييز کارکوونکی د دې ځانګړو ځواکونو په هوايې بريد کې وژل شوی دى.

د سيمي يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل ، وژل شوي درې واړه کسان  ديوې کورنۍ غړي دي، چې دتالاشۍ او نيول کېدو له وېرې يې شپه له کوره دباندې تېره کړې وه ، خو کله چې سهار مهال بېرته خپل کور ته راستنېدل د لارې په اوږدو کې د الوتکو له لوري وويشتل شوي او ووژل شول.

تراوسه پورې افغان ځانګړو ځواکونو څه نه دي ويلي .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.