Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د وسله والو لويه اکمالاتي لاره وتړل شوه

جلال اباد (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): سرحدي ځواکونو ته د نوې پوستې په جوړېدو سره هغه لاره وتړل شوه چې د ننګرهار شپږو سرحدي ولسواليو ته به د ډيورنډ له پورې غاړې وسله والو خپل اکمالات کول.

په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پر هغې لار چې وسله والو به د پولې له بلې غاړې اکمالات کول او خپل ټپيان او مړي به يې پرې لېږدول، وتړل شوه.

نوموړى وايي، دغه لاره لومړى ځل دى چې د يادې ولسوالۍ اړوند د خاتۍ غونډۍ پر سر د پوستې په جوړېدو سره وتړل شوه.

هغه زياته کړه، چې له دې وروسته به د ننګرهار پچيراګام، هسکه مېنې، حصارک، خوګياڼي، چپرهار او شېرزادو ولسواليو ته د وسله والو د اکمالاتو مخه ونيول شي.

حسين خېل وايي: ((موږ د خاتۍ په لوړې تپې د سرحدي پوليسو يوه ډېره ستره پوسته ځاى پر ځاى کړه ، دا د وسله والو د ځپلو تر ټولو قوي نقطه ده.))

د نوموړي په خبره ، که چېرې د وسله والو مخالفينو د مرميو او وسلو مخه ونيول شي، نو بيا د جنګ توان نه لري او د يو شمېر سرحدي ولسواليو لپاره د اکمالاتو مخه دوى نيولې ده.

حسن خيل زياته کړه چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د ناامنۍ يو ستر لامل هم د دې لارې شتون و، چې اوس په بشپړ ډول وتړل شوه.

د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال وويل چې ياده پوسته يې پر سپکو او درنو وسلو سمبال کړې، چې د هېڅ ډول قوي ځواک وس پرې نه کېږي.

د هغه په وينا، د هسکې مېنې ولسوالۍ په ځينو نورو سيمو کې يې هم پوستې ځاى پر ځاى کړې چې د يادې ولسوالۍ امنيتي ستونزې به له منځه ولاړې شي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان جنرال دادان لونګ هم وايي چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په وروستيو عملياتو کې يې ګڼې لاسته راوړنې لرلې چې يوه لويه لاسته راوړنه يې د خاتۍ پر تپې د سرحدي پوليسو د پوستې ځاى پر ځاى کول دي.

د خاتۍ غونډۍ شمال لور ته د پرتو کورونو يوه مشر حاجي اسحاق پژواک اژانس ته وويل چې د دوى سيمې ته د کرزي د حکومت له پيل څخه تر اوسه پورې حکومت نه و ورغلى او د وسله والو مخالفينو يو ښه پټنځاى ګرځېدلې وه.

دى وايي چې وسله والو د خاتۍ غونډۍ شا ته له پرتې لارې استفاده کوله او وخت ناوخت به يې پرې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه وسلې او مهمات راوړل.

ده زياته کړه: ((دلته موږ هم ورسره ډېر په مشکل کې وو، ځکه زخميان به يې راوړل او دلته به يې درملنه کوله، موږ به له مجبوريته ورته ډوډۍ او نور توکي برابرول.))

د حاجي اسحاق په وينا چې پر خاتۍ تپې د سرحدي پوليسو پوسته به په هسکې مېنې او يو شمېر نورو ولسواليو کې د وسله والو د فعاليتونو مخه ونيسي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.